د پښتونخوا پوليس وايي د پېښور په ښار کي له پوليسو په مقابله کي يو تښتوونکى وژل سوئ او دوه ژوندي نيول سوي دي.
پېښه تېره شپه بډه بيري ته نيژدې په انقلاب روډ کي رامنځته سوې ده.
پوليسو دا نه دي ويلي چي تښتوونکو د کوم سرمايه دار او که کوم دولتي چارواکي د تښتولو نيت درلودئ، خو تر دې دمخه وسله والو په پاکستان کي د افغانستان سفير عبدالخالق فراهي تښتولى چي تر اوسه يې پته ورکه ده او همدا راز د افغانستان د ماليې د پخواني وزير انورالحق احدي ورور شمس الحق د پېښور په حيات آباد کي تښتول سوئ وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه