کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه


نیټه:       د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون د میاشتې ۲۵

ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې د جمهوري ریاست څوکۍ ته د کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي دا غوښتنه راخيستې، چې امریکا باید د افغانستان د انتخاباتو په بهیر کې یو جدي مخنیوونکى اقدام وکړي که نه نو د هغه په وینا دا انتخابات به ناوړه پیغامونه له ځانه سره ولري.

خو ورځپاڼې د موضوع په دوام د یو شمیر کتونکو په حواله لیکلي دي، چې د انتخاباتو په څیر په ملي پروسو کې د بهرنیو هیوادونو لاس وهنه غیر قانوني ده او دداسې یو اقدام غوښتنه د وطنفروشۍ د احساس له مخې ده.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې له ګاونډیو هیوادو سره د افغانستان په سرحدي سیمو کې د وسلوالو د فعالیتونو په اړه د ناټو د عمومي منشي په حواله لیکلي دي، که چیرې مخالفین وغواړي، چې منځنۍ اسیا ته ولاړ شي نو ناټو د هغوې مخنیوې نشي کولې.

هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې یو ځلې بیا له ځینو کاندیدانو سره د امریکا د سفیر د لیده کاته مسله پورته کړې او لیکلي دي، دې کار د جمهوري ریاست د څوکۍ ځینې نور کاندیدان اندیښمن کړیدي.

په ورځپاڼه کې د بګرام په زندان کې د افغان بندیانو د شکنجې په اړه هم یو مطلب خپور شوې او د ځینو بندیانو په حواله لیکل شویدي، چې دوې د بګرام په زندان کې زورل شویدي.

د ورځپاڼې بل مطلب په افغانستان کې د ښوونکو ژوند ته ځانګړې شوې او لیکل شویدي، چې ددوې ژوند ته باید زیاته پاملرنه وشي.

افغانستان ټایمز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستاني طالبانو خپل منځي اختلافات څیړلي او لیکلي دي، چې دا اختلافات ژور شویدي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د سخت دریځه او نرمو طالبانو د بیلولو لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ ته په اشارې لیکلي دي، چې ددې کار لپاره باید افغانستان پاکستان او امریکا له ځانګړو اقداماتو سره پر مخ ولاړ شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې هم همدې مسلې ته اشاره کړې او لیکلي دي، چې وروستي ترورونه د طالبانو ترمنځ د یو ژور درز د رامنځ ته کیدو څرګندوې دي.

ورځپاڼې خپل نننې کارتون په ځان وژونکو حملو کې د ماشومانو کارولو ته ځانګړې کړې، چې پکې د مدرسې یو ښوونکې یو ماشوم د ځان وژونکې حملې د ترسره کولو لپاره د هڅونې په حال کې ښودل کیږي.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ناټو د عمومي منشي دا څرګندونې راخيستي، چې طالبان منځنۍ اسیا ته نفوذ کوي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي، چې دا څرګندونې پداسې حال کې کیږي، چې روسیه لا دمخه د طالبانو د فعالیت په اړه اندیښمنه ده او دا کولې شي په منځنۍ اسیا کې د روسیې فعالیتونه لا چټک کړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د کاندیدانو انتخاباتي مبارزو ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې په ځینو دا انتقاد کړې، چې د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو پر ځاې هڅه کوي، چې د بهرنیو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست په کاندیدانو انتقاد کړې، چې د ښخو ستونزو یوازې د شعارونو په ورکولو سره نه هواریږي.

خو اصلاح بیا د راتلونکو انتخاباتو په اړه د رسنیو مسؤلیتونه په ګوته کړیدي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې یو شمیر کاندیدان د انتخاباتي کمپاین له پیل راهیسې د اوباما د تګلارې پخپلو سره د بدلون نعرې وهي.

ورځپاڼې دغو کاندیدانو ته په خطاب کې لیکلي دي، چې ستاسو او د اوباما ترمنځ زیات توپیر موجود دې.

په ورځپاڼه کې په بلخ ولایت کې د یو نیول شوي ځان وژونکې په حواله لیکل شوي، چې د پاکستان په یوه مدرسه کې ځان وژونکې حملې ته هڅول شوې وو.