په هغه غونډه كې چې د پاكوالي د نړيوالې ورځي په مناسبت د پنجشنبې په ورځ د عامي روغتيا په وزرات کي جوړه شوې وه، په رسمي توګه د همدې وزارت وزير ډاكټر سيد محمدامين فاطمي او عامې روغتيا وزارت ټول كاري پرسونل او د ښار جوړولو وزير انجينر يوسف پښتون لخوا پيل شو.
فاطمي په خپلو خبرو كې وويل چې افغانان بايد په خپله سيمه كې د ښار پاكوالي ته پاملرنه وكړي، خپل كورونه پاك وساتي، د ډوډۍ او د حاجت رفع كولو وروسته بايد خپل لاسونه په پاكو اوبو د صابون سره ومينځي.
ورپسې د ښار جوړولو وزير په خپلو خبرو كې ټول افغانان دې ته وهڅول چې د پاكوالي كلتور رواج كړي او هر كال په همدې ورځ چې د پاكوالي نړيواله ورځ ده ټول خلك د هري سيمې پاكوالي ته لاسونه راونغاړي ترڅو په هيواد كې د ناروغيو كچه راټيټه شي او د يوې سالمې روغتياخاوندان و اوسو.
له غونډې وروسته دواړو وزيرانو د عامې روغتيا وزارت څخه د پاكوالي كار پيل كړ او د وزارت په شاوخوا كې يې پاى ته ورساوه.