افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروک وايي د پاکستان يووالى او استحکام د امريکا لومړنى هدف دئ.
ريچارډ هولبروک د پاکستاني پارلمان له ځينو غړو سره په يوه ليدنه کي وويل پاکستان په يوه خورا بد حالت کي راګير دئ او بايد له دې ستونزو څخه د خلاصون په لاره کي مرسته ورسره وسي.
هولبروک وويل په پاکستان کي د تندلارو مذهبي ډلو د فعاليتونو او جګړو له امله دوه نيم ميليونه کسان کډو ته اړ سول او پاکستان د امريکا او نړۍ مرستو ته اړ دئ چي له دې مشکلاتو ځان خلاص کړي.
ريچارډ هولبروک د جي ايټ د را رواني غونډي په اړه چي سبا په ايټاليا کي جوړېږي وويل چي هلته به له نورو هيوادونو څخه هم له پاکستان سره د مرستي غوښتنه وکړي.
د ليدني په پاى کي د پاکستاني پارلمان غړو د امريکا څخه مننه وکړه چي د ترهګرۍ خلاف جنګ کي يې ١٤٠٠ ميليونه ډالره مرسته له پاکستان سره اعلان کړې او د سوات کډوالو ته يې د ٢٠٠ ميليونه ډالرو مرسته منظور کړې ده.