د اېران حکومت اعلان وکړ چي د دغه هيواد ولسمشر محمود احمدي نژاد به د جون د ٢٦ مي او جولاى د ١٩ مي ترمنځ ورځو کي د نوي حکومت دپاره د لوړي مراسم ترسره کړي.
د اېران دولتي رسنۍ وايي احمدي نژاد به په دې موده کي نوې کابينه انتخاب کړي او پارلماني غړي د هغه پر کابينه باندي غور وکړي.
د اېران د کورنيو چارو وزارت وايي ولسمشر احمدي نژاد د دغه هيواد په انتخاباتو کي برى موندلئ او د اېران قانوني ولسمشر دئ.
اېران په داسي حال کي د نوي حکومت د جوړېدو خبر ورکوي چي د احمدي نژاد د مخالفو کانديدانو مير حسين موسوي، مهدي کروبي او محسن رضايي پلويان لا اوس هم په مظاهرو بوخت دي او له حکومت څخه په تېرو انتخاباتو کي د دردغلۍ په خاطر د بيا انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
د اېران د امنيت شورا وايي په تېرو انتخاباتو کي درغلي سوې ده، خو نه په هغه اندازه چي د احمدي نژاد پلويان يې يادوي.
د احمدي نژاد سيال کانديد مير حسين موسوي وايي په تېرو انتخاباتو کي له ٦٠٠ څخه په زياتو ځايونو کي درغلۍ ثبت سوي دي.
د اېران د کورنيو چارو وزارت دې اعلان ته تر اوسه هيڅ لوېديځ هيواد غبرګون نه دئ ښودلئ، خو که ولسمشر نژاد د نوي حکومت تر لوړي دمخه، د مخالفو کانديدانو او لوېديځو هيوادونو په قناعت کولو کي پاتي راسي ښايي په هيواد کي يې ګډوډي نوره هم زياته سي.