د ازبکستان حکومت اعلان وکړ چي د چارشنبې په ورځ يې د ٩٧٥ کيلوګرامه هيروئينو په ګډون ١٣٠٠ کيلوګرامه بېلابېل نشيي مواد وسوځل.
د حکومتي چارواکو په وينا دغه مواد له افغانستان او ترکمنستان څخه ورغلي وو چي له دې هيواد څخه بيا روسيې او نورو اروپايي هيوادونو ته انتقالېدل.
د چارواکو په وينا په اروپايي بازارونو کي د دې موادو نرخ ٣٠٠ ميليونه ډالره اټکل سوئ و، چي نن په تاشکند کي د بهرنيو ډيپلوماتانو او ژورناليستانو په حضور کي وسوځل سول.