د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون د میاشتې ۲۴ نیټه
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د د پوځي وضعې د خرابیدو په اړه د امریکايي او ناټو د ځواکونو د نوي قومندان په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې دغه امریکايي قومندان د خپل ماموریت په پیل کې خپله بې وسي ښودلې ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشر په حواله بیا دا لیکلي دي، چې د افغانستان ستونزه په پوځي لاره نه هواریږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د طالبانو په خپل منځیو اختلافاتو او په روان جنګ د هغې په اغیزو تبصره کړیده.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې یو ځلې بیا د انتخاباتو په امنیتي ستونزو تبصره کړې او لیکلي دي، چې د انتخاباتو د امنیت په اړه اندیښنې موجودې دي او باید هغې ته پام وشي.
په ورځپاڼه کې په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښت په اړه هم یو مطلب خپور شوې او پدې ترڅ کې په برطانوي ځواکونو دا انتقاد شوې، چې پدې برخه کې بې پروايي کوي.
ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان اقتصادي ستونزې راخستي او د هغې اساسي علت يې د کورنیو عایداتو د کچې تیټوالې ښودلې دې.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د ناټو د خواکونو د قومندان څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې دوې ندي توانیدلي، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د جنرال کراداک په حواله لیکلي دي، چې ستونزه د بهرنیو ځواکونو په شمیر کې نده بلکې دوې له ځايي وسلوالو سره په جنګ کې نا توانه دي.
په ورځپاڼه کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د کتونکو د نظرونو خپرولو ته په اشارې دا سپارښتنه کړې، چې دوې باید روانې چارې په سمه توګه وڅیړي.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د فیدرالي نظام د جوړولو لپاره د ځینو کړیو هڅو ته هم کتنه کړې او هغه يې د هیواد د ویش په لور یو ګام بللې دې.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ولسمشر کرزي د ویاند په حواله لیکلي دي، چې د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د بهرنیو سفیرانو لیدنې کتنې باید د دولت له لارې تنظیم شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې روانه امنیتي وضع څیړلې او پدې ترڅ کې د بهرنیو ځواکونو په قومندان دا انتقاد کړې، چې د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعې په اړه يې ګمراه کوونکي څرګندونې کړیدي.
په ورځپاڼه کې د انتخحاباتي کمپاینونو په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي، چې په نا امنه ولایتونو کې دا کمپاینونه کم رنګه دي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو د افغانستان او د سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امریکا د نوی ستراتیژۍ د پلې کولو مسله راخستی او پوښتلي دي، چې دا ستراتیژۍ به په څه ډول پلې کیږي.
خو اصلاح بیا د انتخاباتو په اړه د خلکو د پوهې د کچې د لوړولو لپاره د عامه پوهاوي د پروګرام د پلې کولو غوښتنه کړې.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د امریکا د سفیر لیده کاته ته په اشارې لیکلي دي، چې له دې کار سره د افغانستان سیاسي حاکمیت تر پوښتنې لاندې تللې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام په حکومت هم دا انتقاد کړې، چې په تیرو کلونو کې پد اړه خپل غږ نه وو پورته کړې.
د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو امنیت هم د ورځپاڼې یو مطلب جوړوي.