راتلونكوولسمشرۍ ته نوماندډاكتراشرف غني احمدزي دچنګاښ په دريمه ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره هغه چلنج چې يې دتيروڅو اونیوراهيسي يې ښاغلي حامد کرزي ته ورکړى وود کرزي د کمپاین دفتردده دمناظرې بلنه ومنله. اشرف غني ښاغلي کرزي ته پر پنځو مهمو موضوعاتو د مناظرې بلنه ورکړه ( امنیت، ثبات او قانونیت؛ موثره دولتداري؛ کارونه او پايداره اقتصادي پراختیا؛ ښوونه، روغتيا او له بيوزلو طبقو سره مرسته، ملي يووالى .اشرف غني ټينګار وکړ چې دغه مناظرې باید د خلکو مخته وي او د راډيو او تلویزیون له لارې ژوندۍ خپرې شي، چې لا ډېرو رايه ورکوونکيو ته ددغو مناظرو د کتنې او اورېدنې موقع ورکړل شي. همداراز موږ د ښاغلي کرزي د کمپاين د ویاند هغه توضیحات ردوو، چې وايي کرزی به د مناظرو لپاره مهالویش اعلانوي.اشرف غني زپاته كړه چې د مناظرو مهالویش باید د يو دریمګړي ارګان لخوا مخکې له مخکې ترتیب او اعلان شي نه د ښاغلي کرزي لخوا.