د ١٣٨٣ کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ١٨ کانديدان سيالۍ ته راووتل ، دغې شمېرې ولس ته په انتخاب کې ستونزه جوړه کړه او د ر ايو دپاڼود چاپ لګښت هم لوړ شو.
خلکو داسې فکرکاوه چې هغه لومړى ټاکنې وې ، ر اتلونکيو ټاکنو کې به دغه شمېر ه ټيټه شي په دغه سوالګر ولس کې به د اصراف مخه ونيول شي ، خو د ټولټاکنو د کميسيون لومړي لست وښود ه چې د قدرت او نوم نشه د تېر په پرتله دوه چنده شوې ده .
د کانديدانو په لومړنۍ نوملړ کې چې د غويي په وروستيو کې خپور شو د ٤٤ تنو نومونه شامل و ، چې وروسته ترې درې لر ې کړاى شول .
د انتخاباتو کميسيون په دې موخه چې د لومړنيو ټاکنو ستونزې تکر ار نه شي ، کانديدانو ته يې د غويي له ٢٦مې تر يوې مياشتې پورې وخت ورکړچې غواړي نو انصراف دې وکړي او بيا وروسته نهايي نوملړ خپور شي .
خو په دې يوه مياشت کې د کانديدانو له سره د قدرت او نوم نشه لاړه نه شوه ، هماغه شان خمار وو تر څو چې د غبرګولي په ٢٣مه وروستى لست هم خپور شو .
د کانديدانو خمار هغه مهال مات شو چې کله يې ځانونه يواځې وليدل او لګيدلي عکسونه يې شليدلي وليدل .
دوى شايد په دې هيله و چې په دغه موده کې به ورسره کوم ځواکمن کانديد معامله وکړي د وزارت او ولايت څوکۍ به ورکړي خو د دوى شمېر د وزارتو او ولايتونو له څوکيو هم لوړ و ، نو ځکه ورسره معامله ونه شوه .
اوس چې ټاکنو ته ايله يوه مياشت پاتې ، داسې اوازې دي چې ځينې کانديدان غواړي لاس په سر شي .
دغه خبر ه د هغو شاوخوا ٢٠ کانديدانو په غونډو کې کېږي چې هره اونۍ په کابل ښار کې خبريالان را ټولوي او همدا وايي چې کېداى شي په يوه کانديد سلا شي .
شايد ځينې نور هم له کانديدۍ تېر شي خو ايا اوس به کومه ګټه وکړي ؟؟
نه ، ځکه چې اوس د ولسمشرۍ د ټاکنو د رايې ورکونې ١٨ ميليونه پاڼې په لندن کې چاپ شوي چې لومړى محموله يې تېره اونۍ کابل نړيوال هوايي ډګر ته را ورسېده .
يو دروند لګښت شوى دى ، که دوى تېر هم شي نو عکسونه او نومونه به يې د رايې ورکونې په پاڼو کې وي او رايه ورکونکي به سرګردانه کړي .
هر ه کړنه يوه سرچينه لري ، په هېواد کې اداري فساد ، بې ځايه جرئت او د خلکو په برخليک لوبې کول هم يو لامل لري او هغه داده چې په دې و طن کې پوښتنه نشته .
په تېرو درېيو لسيزو کې ډېرو اشخاصو او ډلو ټپلو ددې هېواد په برخليک ملنډې ووهلې او لا وهي يې خو هيڅ پوښتنه نه شته .
په تېرو اتو کلونو کې ددغه ملت په نوم په ملياردونو ډالر شخصي جيبونو ته لاړل خو چا پوښتنه ونه کړه او …
خو هر وخت ، سر وخت وي ، که اوس هم پوښتنه ونه شي نو دغه لړۍ به همداسې روانه پاتې شي .
دا سمه ده چې د اساسي قانون له مخې هر افغان چې ځانګړي شرايط پوره کړي ، حق لر ي چې ځان کانديدکړي خو لږ له ځانه سره هم فکر په کار دى او د وجدان په تله کې د ځان تلل په کار دى .
دغه کانديدان چې هميشه د بهرنيو هېوادونو د نظامونه په اړه غږيږي او په دې توګه ځانونه هوښيار معرفي کوي ، ايا دوى د بهرنيو هېوادونو د انتخاباتو په اړه هم معلومات لري ؟
وګورئ!
ايران ، شاوخوا ٧٠ ميليونه وګړي لري ، ډېر هوښيار او علمي کسان په کې شته خو سږ کال په دغه هېواد کې د ولسمشر ۍ ټاکنو ته يواځې څلورو تنو ځانونه کانديد کړي وو .
دغه راز د امر يکا متحده ايالات چې شاوخوا ٣٠٠ ميليونه وګړي لري ټاکنو ته يې يواځې دوه کسان ودرېدل او …
د هېواد د ټولټاکنو د کميسيون مشر د کانديدانو د لست له خپراوي وړاندې ويلي و چې دوى ته داسې کسان هم د نوم ثبتولو لپاره ر اځې چې بايد علي آباد شفاخانه کې بستر شي .
خو چې اوس هم د خپلو ځينو کانديدانو تلويزيوني بحثونه اورم نو ماته د همدغه چار واکي خبره رښتيا ښکاري .
زموږ ځينې ټلويزيوني شبکې په نورو هېوادونو کې هم د ليدنې وړ دي ، ډېرى بهرنيان هم زموږ ټاکنې له نږدې څاري او کله چې هغوى دغه شان خبرې اوري نو زموږ ولس به ورته څومره د قحط الرجال په نار وغۍ ککړ ښکاري .
په هر صور ت که د چا خوښه وي او که نه وي ، په هېواد کې به د ټاکنو تمرين جاري وي ، خو ددې لپاره چې ر اتلونکي کې در انه لګښتونه ونه شي او خلک د کانديدانو په انتخاب کې سر ګر دانه نه شي ، بايد د کانديدانو لپاره شر ايط سخت شي .
دغه شان هغه کانديدان چې اوس انصراف غواړي بايد د محاکمې ميز ته راکش شي او هغه تاوان ترې وغوښتل شي چې ددوى د نومونو له کبله د رايې ورکونې په پاڼو راغلى دى .
محمد نعمان دوست ، کابل
د چنګاښ ٢٩مه