د پاکستان پوځ د سوات په عملياتو کي د مولانا فضل الله د مرستيال د وژني خبر ورکړ.
پوځي سرچينو رسنيو ته ويلي شاه دوران څو ورځي دمخه د عملياتو پر مهال وژل سوئ وو، چي دوى يې له مړيني نا خبره وو او نوموړى د شاموزۍ او کبل کالا سيمي ترمنځ په پټه خاورو ته سپارل سوئ دئ.
د پاکستان پوځ تر دې دمخه د مولانا صوفي محمد مرستيال مولانا محمدعالم او وياند يې امير عزت خان هم نيولي وو چي بيا د طالبانو په يوه بريد کي ووژل سول.
خو مولانا فضل الله او مولانا صوفي محمد چي د سوات د طالبانو مشري ور دغاړي ده، اوس هم ژوندي دي او له نامعلومو سيمو څخه خپل پلويان د حکومت ضد عملياتو ته هڅوي.