اېران په کورنيو چارو کي د لاسوهني په تور دوه برتانوي ډيپلوماتان وشړل.
د اېران د بهرنيو چارو وزارت وايي دغو ډيپلوماتانو د اېران په کورنيو چارو کي لاس واهه او د برتانيې حکومت ته يې جاسوسي کوله.
بلي خواته تر ١٠٠ زياتو اېراني زدکوونکو په تهران کي د برتانيې د سفارت مخته مظاهره وکړه او د برتانويانو خلاف يې د خپل حکومت په ملاتړ شعارونه ورکول.
په وروستيو دوو اونيو کي د اېران او لوېديځ ترمنځ اړيکي د دغه هيواد د جمهوري رياست د انتخاباتو پر سر خړ پړ سوي دي او د اېران او لوېديځو هيوادونو له خوا پر يو بل نيوکو تر پخوا زور اخيستئ دئ.