کور / تازه خبرونه / بانکي مون د افغانستان په باب غونډه کي ګډون کوي

بانکي مون د افغانستان په باب غونډه کي ګډون کوي


د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د نړۍ د اتو سترو صناعتي هيوادونو په هغه غونډه کي ګډون کوي چي د رواني اونۍ په پاى (د جون پر ٢٦ او ٢٧ نېټه) په اېټاليا کي د افغانستان په باب جوړېږي.

د غونډي موخه د افغانستان، پاکستان او منځني ختيځ د حالاتو جاج اخيستل، د افغانستان او پاکستان پر امنيت ږغېدل او په منځني ختيځ کي د سولي د راوستلو پر لارو چارو بحث کول په ګوته سوي دي.

د افغانستان په باب ياده سوې غونډه کي اېران ته هم د ګډون بلنه ورکړل سوې ده، چي ښايي د دغه هيواد د بهرنيو چارو مرستيال وزير ګډون پکښي وکړي.

د نړۍ اته غټ صناعتي هيوادونه يا Great eight عبارت له امريکا، روسيې، فرانسې، انګلستان، المان، کاناډا، اېټاليا او جاپان څخه دي چي د بهرنيو چارو وزيران به يې په دې غونډه کي ګډون وکړي.