هرې خواته لوی او کوشني له یوه سانتي متره تر سلو متره سربداله ونکي انځورونه ځړېدل ،چا چارخول لرونکی لونګی وهلې وه او چا لا خولۍ د مازیګر پر ځای ایښې وه ؛ چا په خپلو شخو بریتو مچان تړلي وه ؛ د چا له بریتو غوړي څڅېدل او د چا غو ږونه ځړیدل …
د چا زړه نه کیده ان یو واري هم هغوی ته وګوري.
عجبه لا دا ځینې ډاکټران وه او ځينې يې په( ع )او( غ ) نه پوهېده تا چې ویل حلوا وېشل کیږي، چې هر څوک ورته راغلی دی.
د ښار په هر کونج کې زور بازي او ډله بازي وه هر یوه نارې وهلې :
زه شاه شجاع یم!
چا د خپل پلار او نیکه صفوتونه کوله؛ چا د خپل چور او چپاول شعرونه ویلّ؛ چا ځان ته په طنز ښکنځل کوله اوچا بل ته تانې ورکولې ایله غرتي رواني وي
د یو ې ډلې خوا ته ورغلم داسې برېښيده چې خلک يې نوی د اصحاب کهف له خوبه را وېښ کړي وي ټولو سترګې موښلې
کاندید چې ږیره يې چټه وټه وهلې وه توره نکټايي يې د مادونا په انځور لرونکی انګیا پر سر غاړې ته اچولې وه
جاکت يې تر ملا تړلی او لکه د تور بازار ټکېټ پلورنکی اتل پر یو څوکۍ ولاړ او ویل يي :لس په شل ، پینځلس په سل…
ښه غوږ می ونیوی هغه ویل:
زه نوی اسلامي نظام جوړوم
او د خلکو په احساساتو کې يې ویل :
زما عقیده لکه زما اودس ټینګ دی زه ان په یو ادوس پينځوس لمونځونه کومه، باور وکړې که ما وټاکئ زه به دا درته ثابته کړم چې ما غوندې بل څوک دا هیواد نه شوای علیها سافلها کولی زه به هغه له ناوړوپېښو څخه لکه خپل اودس وساتم
د عمروستورو شمیرنکو خلکو زړه نا زړه په وتلو سترګو و دې غیرتي اونامي کاندید ته کتله
په دې وخت کې یوه نار ی کړه : وړونو راځي د لمانځه وخت دی .خلکو دا ټکره اودس ساتونکی مخي ته کړ
هغه په لمانځه کې د «الحمدالله »وروسته د کوثر سوره ولوستله خو اخیر توری ( ابتر) یې هیر شو
لومړي مرستیال يې غاړه صافه کړه او فتحه يې ورکړه:« إِذَا جَاءَ
هغه سر وښوراوه او ویل يي: نه!
دویم مرستیال يې فتحه ورکړه: «تَبَّتْ يَدَا »
هغه بیا سر وښوراوه او ویل يي: نه!
له مقتدیانو نه یو بل فتحه ورکړه :
ِ« لأَبْتَرُ »
هغه وخندل او وویل يې: تا وزیر کومه د معروف او منکر الله اکبر
په سجده کې په چرت کې شو چې ولې يې خپله کابینه وښووله په نس کې يې اور غورځونکی غر په جوش راغی او غوړم يې شو
دهغه رنګ والوت او غوڼې يې وتښتیدل
او همداسې په چرت کې وو چې اوس څه وکړی تر شا يې یوه ناری کړل:
ولاړیږئ هغه بل ډکوي
ووت ورکونکو سلام وګرځاوه، پټوان يې وڅنډل او له ځانه سره يې ویل :په ده هم دا ښار نه آبادیږي.
هغه همداسې د سړک په منځ کې یوازې په سجده پاته شو او ټوله ترې ولاړه.
رښیتا هم هغه بل ډکاوه؟!!!