د پاکستاني طالبانو د مشر بیت الله مسعود مخالف قاري زین الدین نن د پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان په سیمه کې وژل شوی.
پاکستاني پولیسو تایئده کړې، قاري زین الدین وژل شوی، د قاري زین الدین ملګرو بیت الله مسعود متهم کړې چې پدې پېښه کې لاس لري.
د قاري زین الدین یوه ملګري ویلي چې هغه په خپل کور کې د ګلبدین مسعود له خوا وژل شوی.
قاري زین الدین څه موده وړاندې له بیت الله مسعود د درې زره ملګرو سره یو ځای جلا شوی وو هغه د بنو په عملیاتو کې د پاکستاني پوځ ملاتړ کړی وو.