نن سهار اووه بجې د جوزجان په ولایت کې د افغانستان د بشري خدمتونو او پرمختیايی موسسې ډي ایچ ایس ای درې افغان کارکوونکي د سړک غاړې بم په چاودنه کې وژل شوي، لر او بر ویبپاڼې ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د رسنیو دفتر ویلي چې دغه موسسه د دوې د پروګرامونو د تطبیقونکو موسسو نه وه.
د یادې موسسې چارواکو ویلي چې پېښه د اقچې په ولسوالۍ کې رامځته شوې، پدې پېښه کې انجینیر احمد سیر، فریدون او نعمت الله وژل شوي دي.