کور / شعر / هركلى

هركلى

پريږده چې را اوري
سرې سكروټي
سره اورونه
له اسمــا نـــه
دابه زموږ وي
په تندي كې
له ازله
 ليكل شوي
 لږ څه پام چې شاته وكړو
په ورځ كې يوه شيبه مو
خوښي ليدلئ نه ده
وواياست يا رانو
داتير شوي
په موږ باندي
ځه ژوندون دى
نه په كې ماړه شو
نه  خوشحاله
نه پكې سرلوړى
نه  خپلواكه
 نه روښانه
ګيډې وږي
دالوى يو
په لمبه لمبه پخيږو
په لاسو كې
سرويل كيږو
دايرغوى
يوه كپه شو
**   *****
پريږده چې رااوري
سره بڅركي
سره غمونه
سره دردنونه
سره اورونه
خلګ ماليونى بولي
ولي زه يمه مجبوره
ورته لپي مې نيولې
يو په بل پسې را اخلم
په ګريوان كې ځايومه
طالع مې زوره وري
ورته ګوره
زمانې مې يو ه دنياده
ګريوانونه ګرځولي
له دردوسره اشنا كړو
موږددردپه ژبه پوشو
دردزموږ په ژبۀ
اووګوره ښاغليه ؟
داسكروټي امبارونه
دادځان په بيه
په ګريوان كې چې كرمه
ياروښانه يې ساتمه
په لاسونو دجانان كې
دامې ټوله تاته ايښي
لږچې هر كلۍ
دخدمتونو
خواخوږيو
ارمانو دي
باندي
وكړم