کور / خبرتیا او پيغامونه / دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتر اعلامیه

دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتر اعلامیه

د چنګاښ لومړۍ نیټه


دمیدان وردګ ولایت د اقتصاد او سکتوري خدمتو ریاستونه غواړي چې د روان لمریزکال د چنګاښ په څلورمه دپنچشنبې ورځ چې دزیږدیزکال د جون د(۲۵) مې سره سمون خوري د میدانښار د ګوربت په رسټورانټ کې ((د میدان وردګ ولایت په انکشاف کې دنادولتي موسساتوونډې)) ترسرلیک لاندې یو ورځني کنفرانس جوړ کړي!


په دغه یو ورځني کنفرانس کې به دافغانستان د ملي انکشافي ستراتیژۍ په پام کې نیولوسره  د میدان وردګ ولایت  لومړیتوب لرونکوپروژو په اړه یو پریزینټیشن ګډونوالوته ورکړل شي او همدارنګه په میدان وردګ ولایت په بیارغاونه او انکشاف کې دانجوګانوپه نقش او ونډې اخیستنې هراړخیزه بحثونه وشي، وروسته به هغوانجوګانو اوموسساتوته چې په بیارغاونه کې هلې څلې کړې   ستاینلیکونو ورکړل شي.


د ټولو  موسساتو،انجوګانواو رسنیو استازو څخه هیله کوو چې له مونږه سره په دغه یو ورځني کنفرانس کې برخه واخلي او په خپل راتګ سره کنفرانس ته لا ښکلاء ورکړي.


دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتر


اړيکي : ۰۷۷۴۰۰۰۴۲۷