په افغانستان کې د امریکا سفیر کارل ایکنبیري د ولسمشرۍ د کاندیدانو د کتنې په لړ کې نن دوشنبه له نوماند میرویس یاسیني سره ولیدل، دا مریکا سفیر او میرویس یاسیني په ګډه خبریالانو ته وویل چې پدې کتنه کې یې د ټاکنو په اړوند په موضوعاتو خبرې کړي، د امریکا سفیر وویل نړیواله ټولنه خوښه ده چې په افغانستان کې په دوهم ځل د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کړي، نوماند میرویس یاسیني بیا خبریالانو ته وویل چې دی له نړیوالې ټولنې غواړي تر څو د ټاکنو د شفافې پروسې نه ملاتړ وکړي.
تر دې وړاندې د امریکا سفیر د جمهوري ریاست له دوو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي وو، د امریکا سفیر وايي له کاندیدانو سره د لیدنو په مهال د هغوی د پنځه کلن پلانونو نه ځان خبروي.
د امریکا سفیر وايي دوی په ټاکنو کې د هیڅ مشخص کاندید ملاتړ نه کوي او زیار باسي ترڅو افغانان په خپله مشران وټاکي.