په میدان وردګ ولایت کې دولېبال سیالۍ د ملاخیلود لوبډلې په ګټه پای ته ورسیدې. په دغوسیالیوکې دمیدان وردګ ولایت دمرکز او اړونده ولسوالیولوبډلو ګډون کړې وو چې دغبرګولې د۲۳ مې څخه پیل او تر۳۱ مې پورې دوام وکړو،دغه سیالۍ دبدنې روزنې او سپورت امریت په نوښټ او د نشې توکیوپه وړاندې دمبارزې په مالي لګښت جوړې شوې وی پکې دمیدان وردګ ولایت دټولوولسوالیونه ( ۴۰ ) بېلابېلوولیبال ټیمونوبرخه واخیسته چې ددغو له ډلې نه دلوبو په پایله کې پنځه لوبډلې هریو(سپین غر،ملاخیل،سلیمان فارس،نهرفولاد او بندچک ټیمونه سیمې فاینل(نیمایې پای لوبې) ته لاره پیداکړه، وروسته په پای لوبوکې دملاخیلولوبډلې لومړی مقام دنهرفولادلوبډلې دویم مقام او دسپین غرلوبډلې دریم مقام وګاټه.
په دغولوبوکې دوالیبال دفدارسیون لومړی مرستیال عطاء الله عفوري او دملي لوبډلې ترینرپاچا صیب هم ګډون کړې ووچې په ګډونکولوبډلوباندې دسپورټ امریت لخوا مډالونه،کپونه او هم په ټولو(۲۴۰) لوبغاړو باندې دسپورت جامې وویشل شوی، ددنغه لوبو موخه دمیدان وردګ ولایت په کچه د منتخب ټیم ټاکنه او هم دنوو ځوانانو دټیم ټاکنه وو.