شمالي پښتونخوا کي پاکستاني واکدارانو ويلي دي چي د اوړودقاچاق دمخنيوي لپاره د ډېورنډ پوله دې وتړل شي
پېښور کي پاکستاني حكومت بر افغانستان ته داوړو دقاچاق دمخنيوي لپاره مركزي حكومت د تورخم لاري دتړلو وړانديزكړى چې په دې سره به په شمالي پښتونخوا كښې داوړو بحران هم تريوې اندازې له مينځه لاړشي .
شمالي پښتونخوا کي پاکستاني حکومت دخوراك دمحكمې څخه وضاحت غوښتى چې ولې سمې كړنې نه ترسره كوي د شمالي پښتنونخوا په مختلفو سيمو كې داوړو بحران رامنځ ته شوى چې اولس يې له سختو ستونزو سره مخ كړى دى .
څه موده وړاندي په سهلي پښتونخوا کي هم د اوړو د قحطۍ او ګرانۍ خبرونه خپاره شوي وو ، تيره اوونۍ بر افغانستان ته تلونکې درې لارۍ چي 1500 ګونۍ اوړه يې بار کړي وو د چمن په سيمه کي پاکستاني ملېشو نيولي وو .