کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ايران په وروستيو پېښو يوه تبصره اود افغان ولس ته يو پيغام

د ايران په وروستيو پېښو يوه تبصره اود افغان ولس ته يو پيغام

د ايران د دې ورستيو پېښو ، لاريونونو او تاوتريخوالي نه خو ښکاري چې د ايران په سياسي او ټولنيز ژوند کې کيفي او بنيادي تغييرات راتلونکي دي .

دېرش کاله دمخه کله چې په ايران کې اسلامي انقلاب بريالی شولو ، نو د ايران د لويو ښارونو پرته په کليو او بانډو کې بېسوادي او بې وزلي خپل اوج ته رسېدلې وه .

که داسې نه وی نو اسلامي انقلاب به نه وو بريالی شوی .

د ايران ملايان چې د افغانستان تر ملايانو ډير هوښيار دي د خپل انقلاب په لمړي سر کې د افغاني ملايانو برخلاف ، خپله پاملرنه کليو او بانډو خواته راواړوله او د بېسوادي او د بېوزلۍ په لمنځه وړلو کې يې اوچت ګامونه جګ کړل.

دوۍ هر کلي ته سرکونه او برېښنا تېره کړه او د هر مسجد په څنګ کې يې يو ښوونځی جوړ کړ . نن په ايران کې اصلاً بېسوادي نشته ، نو سره له دې چې د ايران په لويو ښارونو کې بېکاري تر سترګو کېږي خو بيا هم ايرانيان په نس ماړه خلګ دي .

خوبياهم د هماغه لمړي سر نه د دوۍ تېروتنې لکه هر بل اسلامي نهضت دا وې چې دوۍ د کورنيو په داخلي چارو او د اشخاصو په شخصي ژوند کې يې په مداخلې پيل وکړ او د دوۍ په ځنو وړو ازاديو يې بنديز ولږولو چې نن يې ايرانيان بېرته غواړي .

نو اوس چې په ايران کې ايرانيان په ځان پټ ، په نس موړ او د کور ، کار او سواد خاوندان هم دي ، ژوند ورته خپل کيفيت له لاسه ورکړی او يو نواخته شوی دی . همدا وجه ده چې دوۍ په خپل ټولنيز او سياسي ژوند کې تغييرات غواړي، او دغه ورستيو لاريونونو هم دا ښکاره کړه چې د ايرانيانو د پاره دغه اوسنی اسلامي رژيم او د هغه داخلي او بهرني سياست د منلو وړ ندی او څنګه چې د احمدي نژاد مخالفين وايي دوۍ د اسلامي رژيم مخالف ندي ، خو يواځې پکې رېفورم غواړي .

په سل کالو کې د رېفورم په سر رېفورم او د رېفورم په سر رېفورم ، وروسته له درې رېفورومونو په يو سيستم کې ، دا روښانه کېږي چې نوموړی سيستم يو ناکام سيستم دی او يا د يوې ټولنې په رهبري او د ټولنې د سياسي ، اقتصادي او کلتوري ګټو په ساتلو کې پاتې راغلی دی . د دې معنا دا ده چې په ايران کې سياسي اسلام مخ په ورکېدو دی او د دې علت دا دی چې ولسونه د دغو يو ګوندي سيستمونو نه ستړي شوي دي .

د ايران ملايانو دا په اثبات ورسوله چې که انسانانو ته په طلايي قفس کې کور ، کار او ډوډۍ هم ورکړې بيا هم قفس ، قفس دی .

هاذ القياس ؛ يو ګوندي سوسياليستي سيستم هم د همدې قفس په ناروغۍ اخته وو او لمنځه لاړ . هر څوګ چې ژر په دې خبره پوهـ شولو چې د انسانانو طلاي زندان هم خوښ نه دی ، نو د هغه راتلونکې به سنجول شوې راتلونکې وي .

نو د سياسي ايديولوژيو واکمني د نولسمو او شلمو پېړيو يوه ناروغي وه . خو نن سياست د ايديولوژيو له بنده وتلی او د هيوادونو ، ټولنو او دولتونو د سياسي ، اقتصادي او کلتوري ګټو د ساتلو او پراخولو او په ټولنه کې د فردي ژوند د حفاظت د پاره کار کوي . او په هغه سيستم کې چې هيواد ، سياست ، اقتصاد او کلتور د يو ګوند يا د يوې ايديولوژۍ په خدمت کې وي او فردي ازادي هم وجود نلري ، هېچکله د يوې روغې ټولنې د ټولو غړو د پاره د منلو وړ نه وي . او دا خو ولس دی چې دولتونه جوړوي ، نو کله چې ولسونه يا ټولنه په دې پوهـ شوه چې دولت يې د ټولنې په ګټه نه بلکې د ټولنې د ګټو برخلاف روان دی ، بېقدرته کولو ته يې ملا تړي او که ټولنه يو وار يا دوه واره ناکامه شوه ، خو په څلورم وار کې به د خپلې خوښې دولت د خپلې رهبرئ د پاره وټاکي .

نو که د افغان ولس افغانستان او په افغانستان کې ارامي غواړي ، بايد له همدا اوسه د خپلې ټولنې د راتلونکي د پاره د داسې يو رهبري سيستم د جوړولو د پاره کار وکړي چې پکې فردي او ډلييزې ازاداۍ تضمينې وي او سياست د ټولنې په خدمت کې وي ، نه د يو ايديولوژۍ په خدمت کې .

کنې د ايران ننني حالات په مونږ راتلونکي دي . او که مونږه هوښيار يو بايد د تاريخ له تکراېدلو مخنيوی وکړو .