کور / ترخې خبري / وزارت د خپل فعالیت تر څنګ د رشوت او غفلت یادونه ولي نه کوي؟

وزارت د خپل فعالیت تر څنګ د رشوت او غفلت یادونه ولي نه کوي؟

دپوهنې وزارت هره ورځ دخپلوفعالیتونوڅخه په رسنیوکې یادونه کوې خودخپلورشوتونواوغفلتونواوبې عدالتې څخه ولې بحث نه کوې ؟
دکوم وخت نه چې طالیان بیا فعاله سویدې دکندهار ، زابل ، ترین کوټ اوهلمند دپوهنې ریسان ښه چاغ سوېدې ، دهغومکتبونوچې تړل سویدې معاشات اوس درې ونډې کیږې ، یوه برخه ېې په په ریاستوکې نوش جان کیږې دوهمه برخه ېې دولسوالیو دپوهنې مدیران وهې اودریمه برخه یې په ناارامه ولسوالیوکې وطالیبانوته دججې په ډول لیږل کیږې . اکثره مدیران دشپږم ،دنهم اویالسم ټولګې فارغان دې اوس ېې جعلې سندونه ځان ته جوړکړیدې . داسې ریسان هم سته چې تعلمې سند نه لرې اونه کارې تجربه لرې دکندهارولایتې شورا دکندهاردپوهنې سرپرست ریس نه داسنادوپوښتنه وکړه هغه په جواب کې ورته وویل چې دماما اغا( احمدولې کرزې ) نه پوښتنه وکړې . دپوهنې وزیرصاحب سره ددې چې ددې دپاره دپوهنې وزارت ته نه دې راغلې چې هغه دې دپوهنې په هکله خاص تجربه اولیاقت ولرې که دلیاقت خبرواې نودافغانستان په معارف کې داسې ډیرباتجربه استادان اومتخصین سته چې لس کاله دپوهنې اوسنې وزیرته دمعارف په هکله درس ورکولې سې داښکاره خبره چې ددې دپاره نه دې رالیږل سوې دلته دې اصلاحات راولې اونه هم داصلاحاتوپه غم کې دې اونه هم دمعارف په ارزښت پوهیږې دې خاص دټولټاکنودپاره راغلې دي اودمعارف په چاروکې خاص تجربه نه لرې ولې تبلغاتې جنبه ېې ډیره قوې ده هیله داښاغلې دې اول دکندهاردپوهنې دریس تعلمې سویه بیا دې دسپین بولدک . دریګستان ، دارغستان ، دخارکریز. شاولیکوت . ښورابک دپوهنې دمدیرانونه حداقل دومره پوښتنه وکړې چې دوې ا دڅوم ټولګې فارغان دې؟ دکوصنف سویه لرې ؟یوه ازموینه خودې ځنې واخلې چې داخلګ سواد لرې اوکه دکوځونه په رشوتواوواسطومقررسویدې په جعلې اسنادوته دې اعتبارنه ورکوې دامنیت ملې دلارې دې په خصوصې ډول دهغوې ټول سوابق راټول کړې بیا دې پخپله قضاوت وکړې چې په معارف کې ځه حال دۍ ؟دپښتنودزامنو اولوڼوپه سرنویشت ځه لوبې کیږې اوبیا دې وګورې چې داځلورکاله ددغوولسوالیو داستادانو، اوچپراسیانوتنخواوې چیرې ځې؟ اوهلته مکتبونه سته که نسته ؟ ایا دغیرفعالوښوونځیو داستادانومعاش دچا جیبوته لویږې .داسې لاهم سویدې ددې دپاره چې دپوهنې دمدیرانوبهانه جوړه سوی وې اوداستادانومعاشاتوته ېې لاره هواړه کړې وې خپلوچپراسیانوته ونډه ورکوې اودشپې خپلې ښوونځې ته اوراچوې . کومې ښوونځې چې فعاله دې دهغوې داستادانوپوښتنه دې وسې چې هلته تنخوا دڅوتنوحواله ده اوکارځوتنه کوې . په یاد سووولایاتوکې ریسان اومدیران خاص ددې دپاره مقریږې چې وکرزې صاحب ته کمپاین وکړې اواستادان اوشاګردان دې ته وهځوې چې هغه ته رایه ورکړې ، خوددې په څنګ کې نورې ډیری نارواکړنې دټولوسرحدې اوګرمسرولایاتوسره کیږې هغه دادې چې کله ېې شاګردان له دولسم ټولګې څخه فارغه سې ددوې څخه هم په هغه سویه دکانګورازموینه اخلې په کومه سویه چې ېې دکابل اونوراراموولایاتونه اخستل کیږې . دې څنګه متوازن معارف ویلا ې سو چې دکابل دحبیبې اواستقلال لیسو اودسپین بولدک دلیسې فاغانونه دې یوډول ازموینه واخستل سې ، کله چې خارجې بورسونه راسې دپوهنې اوعالې تحصلاتووزاتونه ازموینې ته مخه کوې هغه هم خاص دانګریزې ازموینه ته ډیره ارزښت ورکوې سړې نه پوهیږې چۍ زموږ ړانده اوبې غوږو واکداران دومره سوج هم نه لرې چې په ارغنداب کې نیمه ورځ جنګ وې هلته دانګریزې یوکورس نسته که دانګریزې داستاد نوم یاد سې طالیبان ېې غوږونه اوسرونه پرې کوې ولې دکابل ښاراوکوځې دکورسونوډکې دې ، دهغه ځاې استادان دنهمه اوشپږم ټولګې فارغان دې اودحبیبې لیسې دااکثریت ماستران دې بې لیسانسه استاد هلته څوک ښوونځې ته نه پریږې دې په کابل کې اکثریت ددولتې مامورینوزامن دې موراوپلارېې دواړه سواد داره اواستادان دې ولې په هلمند ، کندهار ، زابل حتې اکثرسرحدې ولایتونکې اکثریت دبزګرانواوغریبوخلګوزامن دې نیمه ورځ ښوونځې ته ځې اونیمه ورځ دهقانې کوې دااوس اوس په کابل کې داسې ډیرې ښوونځې سته چې کتابونه ، استادان ، میزاوچوکې ، اوتعمیرونه نه لرې نوهلته په غورک ګرمسیر اودهراودکې به له کومه وې ؟ ولې چۍ کله پوهنتون ته ځې اویا خارجې پورسونه راسې نوبیا خواول دوزیرانو ، ریسانو، مدیرانو، زامن باید حتما کامیابه سې ځکه هغوې نیمه ورځ ښوونځې ته ځې اونیمه ورځ کورسونه واېې . دعالې تحصلاتووزیر اودپوهنې وزیران په دې نه پوهیږې چې داځومره بې عدالتې ده ؟ همدا علت دې چې دسرحدونوخلګوزامن نه په موسساتوکې ، نه په دولت کې ، نه ولوړوتحصلاتونه خارجې برسونوته لاره پیداکولاې سې نوکله چې دیوه مملکت دومره غټه برخه له داسې حق نه محرومه وې هغه خلګ دادولت اودااداره دځان څنګه وبولې ؟اوڅنګه به زړه ورته ښه کړې . په کوم منطق به همکارې ورسره وکړې همداعلت دې چې ټوپک په رااخلې اوله کلوبه پرمرکزونویرغل شروع کوې اودهرمخالف لورې سره به دریږې دپوهنې اولوړوتحصلاتووزیران ټول افغانستان ته دکابل په عینکوکې ګورې وبس .