که د پاکستان د پیداېښت تاریخ ته په غور سره وکتل شي، نو په څرګنده توګه پرې پوهېږو چې دغه هېواد د خپلې زوکړې په کمه موده کې دومره په مکاریو کې پرمختګ کړی، چې د نړۍ ډېری هېوادونه یې نشي کولای، هغه ځکه چې دغه هېواد د چلونو، فریبکاریو او غولولو پلانونو ستره ځاله ده.
که د سره ښکېلاکګرو تېری پر افغانستان ته نظر واچوو، نو افغانستان لومړنۍ هېواد و چې دغه ښکېلاک یې پر ګونډو کړ او هغوی یې پرېنښودل چې ځان د پاکستان له لارې د هند تودو اوبو ته ورسوي، بل کله چې هغه یرغل وشو، نو د پاکستان د استخباراتو شبکې فوري نوي پلانونه او لومې جوړې کړې، لومړی یې له همدغه افغانانو نه د سپر په توګه کار واخیست، او د امریکې هېواد ته یې داسې لومې او له چلونو نه ډک پلانونه غوره کړل چې هغه وخت د امریکا متحده ایالات او نوره نړۍ وارخطا شوه، چې د امریکې د متحده ایالات چارواکي فوراْ لاس په کار شول او پاکستان ته یې سینه وډبوله چې هر څه غواړې پر مونږ، خو چې روسان د پاکستان له لارې ځان د هند اوبو ته ونه رسوي، له بلې خوا یو شمېر زیات افغانان خپلو کورونو او هېواد پرېښودلو ته اړ شول، چې پاکستان بیا هم له امریکې، ملګروملتونو ، سعودي عربستان او د نړۍ له نورو ملکونو نه د مرستې د لاسته راوړنې لپاره بل پلان جوړ کړ او غږ یې وکړ چې افغانانو سره مرستې وکړی کنه …..
پاکستان په هغه وخت کې داسې پلانونه طرح او جوړ کړل چې ټوله نړۍ یی وارخطا کړه او دا یې وښووله چې که تاسې له مونږ سره مرستې ونه کړی، نو تاسې به زیان ووینۍ، تباه به شی او برباد به شی، همدا و چې ټوله نړۍ خصوصا د امریکې هېواد خپلې مرستې د پاکستان پر لورې سیخې کړې، چې پاکستان د خپل پرمختګ لپاره نړۍ ته نوی او له لومو ډک پلانونه جوړل کړل او لاندې څو ګټې یې ترې واخستې.
۱. د خپلو پوځیانو شمېر یې زیات کړ.
۲. پوځیان یې په امریکایي وسله او نورو مهماتو سمبال کړل.
۳. دپوځې استختباراتي (ای ایس ای) د شبکې تمویلول، پراخول او په نوې تنکنالوژۍ سمبالول .
۴. د کشمیري ډلو او حزبونو تمویلول او د نورو امکاناتو برابرول ترڅو هندوستان ته سرخوږي جوړ او د هغوی بوختول په سیمه کې.
5. د پاکستان هوایي ځواک تقویه او تجهیزول.
او نور داسې ډېر اړین ضرورتونه یې و چې پاکستان د افغانانو په نوم د نورې نړۍ مرستې د خپل هېواد په ګټه تر سره کړې.
زه راځم خپلې اصلي موضوع ته او هغه دا چې له دېرشو کلنو را په دېخوا پاکستان د نړۍ هېوادونو خصوصا امریکې ته داسې پلانونه جوړوي چې له یوې خوا هغه هېواد د اقتصادي اړخه کمزوری کړي او له بلې خوا ورته په هېواد دننه زیان واړوي.
کله چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې جوړ او روان و، نو د نړۍ هېوادونه خصوصا امریکا پاکستان ورو، ورو هېرولو، چې د ځینو څېړونکو په اند پاکستان د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ د پېښې طراح او جوړونکی بلل کېږی چې له دې کار سره له یوې خوا هغه هېواد ته یې ځاني او مالي توان ورسولو او له بلې خوا نړۍ او امریکې ته یې وښووله چې تاسې بیا پاکستان ته اړتیا لری، که پاکستان نه وي نو تاسې هم نه یاست او همدغه پاکستان دی چې امریکا او نوره نړۍ ساتي او… هم هغه و چې امریکا پاکستان ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ او وویلې چې هر څه غواړې پر ما خو ګوره چې دا خلک باید له منځه لاړ شي، پاکستان اولنۍ هېواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و او اولنۍ هېواد و چې د طالبانو د حکومت په ړنګولو کې هېڅ نوعه صرفه ونه کړه چې په دې وخت کې په میلیونه ډالر او نورې مرستې
یو ځل بیا پر پاکستان سیخ شول چې یو ځل بیا پاکستان ترینه ښه ګټه واخیسته.
کله چې د طالبانو اسلامي امارت د پاکستان په کلکې مرستې ړنګ او له منځه لاړ، نو د امریکې او نورې نړۍ هېوادونو خپل پوځیان او هر اړخیزې مرستې افغانستان ته سمې کړې او جالبه خو یې دا ده چې همدغه مرستې د پاکستان له خاورې افغانستان ته راوړل کېدې، چې ددغو مرستو زغمل د پاکستاني چارواکو خصوصا د هغوی د استخباراتي شبکې په وس کې نه وو، نو یو بل پلان یې جوړ کړ.
او هغه پلان د پاکستاني طالبانو نوی غورځنګ و، او څېړونکي وایي چې په لږه موده کې یې دغه غورځنګ د ای ایس ای له خوا جوړ او لاس په کار شو.
زه به خپلې خبرې لنډې کړم، څو اونۍ دمخه د پاکستان دولت د طالبانو همدغه غورځنګ په رسمیت وپېژندلو او هغوی ته یې د پاکستان په خاوره کې په رسمي توګه د فعالیت اجازه ورکړه، هغوی ته یې امکانات برابر کړل، پاکستان یو ځل بیا امریکې ته لومه واچوله او خپل پاکستاني طالبانو ته یې دنده ورکړه تر څو ځان بونیر نومې سیمې ته ورسوي، ځکه بونیر د اسلام اباد نه په لږه فاصله کې پرته سمیه ده، نو په دغه وخت کې د نړۍ هېوادونه اندېښمن شول، خصوصاْ امریکا ته یې داسې اندېښنه او پروپاګند ورکړ چې ګوندې طالبان ځان اسلام اباد ته رسوی او ددغه هېواد حکومت ړنګوي، ددغه هېواد اتومي بټۍ خپله قبضه کې راولي او …چې په دې وخت کې د امریکې یو لوړ پوړی چارواکی اعلان وکړ چې له یو یا تر شپږو راتلوونکو میاشتو پورې به د پاکستان حکومت د طالبانو په لاس سقوط وکړي، خو دا د پاکستان یو بل پلان او چال و د امریکې د مرستو د جلبولو او تر لاسه کولو لپاره.
کله چې د امریکې متحده ایالات او د نړۍ نورو هېوادونو د پاکستان پر دغه دوه مخیزه سیاست کلکې نیوکې وکړې او د هغوی دغه کار یې په سختو الفاظو وغنده، نو د ای ایس ای شبکه خپل پلان ته ګوتې تېرې کړې او پر سوات پر پاکستاني طالبانو یا په بل عبارت د طالبانو پر وړې پاچاهۍ د حملې پلان یې په داسې مهال کې طرح او پیل کړ چې د افغانستان، پاکستان او امریکې ولسمشران په امریکا کې د غونډې لپاره یو ځای کېدل او د غونډې د پیل د مخه یې پر سوات او اړوند سمیو حمله پیل کړه او د بلې خوا درې واړه مشران سره یو ځای شول او د افغانستان او پاکستان پر مسلې خبرې پیل شوې چې پاکستان خپل پوځي عملیات لا پسې ګړندی کړل او د امریکې نوی ولسمشر ښاغلي اوباما ته یې داسې وښووله چې مونږ خو غلي نه یو ناست او دغه دی طالبان ستاسې د خلکو او هېواد د بقا لپاره له منځه وړو خو دا کار بغیر ستاسې له مرستې نه ناشونی دی، هم هغه و چې امریکایي چارواکو یو ځل بیا پاکستان ته د هر اړخیزې مرستې اعلان وکړ او په دې وروستیو ورځوو کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې اعلان وکړ چې امریکا به له پاکستان سره څو سوه میلیونه ډالر مرسته وکړي او افغانستان ته به تر لسو زرو زیات پوځیان ولېزي.
خو کله چې دغه د سوات لوبه ختمه شی نو د وزیرستان شمالي او جنوبی اونورې لوبې به یو په بل پسې په راتلونکې کې پیل شي او د پاکستان دا لوبې به د امریکې سره روانې وي.