غبرګولی(۳۱ /۱۳۸۸ )کابل افغانستان
دآریانا، سوريا، شهید افضلي او سید جمال الدین افغان تجربوي لیسې په نویو لپ ټاپ کمپیوټرونو مجهزې کیږي چې په یادو شویو ښوونځیو کې به هر زده کوونکي ته(اکس او) کمپیوټرونه وويشل شي.
د ددغو ښوونځیو د څلورمو، پنځمو او شپږمو ټولګیو زده کوونکو ته به یو لپ ټاپ کمپوټر، د ښوونځي د شبکې وایرلس، دیجیتل کتابتون او د ژبو د پروګرام تصویري سیسټم وركړل شي، چې په دې سره به د زده کوونکو، ښوونکو او د ماشومانو د مور او پلار د زده کړې د کچې د لوړولو زمينه برابره شي.
همدا رنګه به دغه لپټاپ کمپیوټرونه روغتیایي او اقتصادي معلومات هم وړاندې کړي.
ټاکل شوې په ننني پروګرام کې ۲۰۰۰ لپټاپ کمپوټرونه د اړوندو ښوونځيو پر زده كوونكو وویشل شي.
ددې ترڅنګ د جلال آباد په استقلال لېسه ۴۰۰ کمپیوټرونه لا پخوا د زده کوونکو، ښوونکو او والدینو له خوا کارول کیږي. دغه کمپیوټرونه په پښتو او درې دیجیتل کتابتون هم مجهز دي چې په هغوکې سیمه ییز معلومات هم راغونډ شوي دي. نوموړي لپټاپونه داسې ځانګړتیاوې لري چې د ښوونې او رونې د کیفیت په لوړولو کې ډیر اغیزناك دي. په کمپیوټرونو کې تعلیمي نصاب، د زده کوونکو لپاره د مالوماتو زیاتې سرچينې، ایمیلونه، انترنتي اسانتیاوې، سافت ویرونه او نور ښوونیز پروګرامونه چمتو شوي دی. د یادونې وړ ده چې تر اوسه د نړۍ په نورو هیوادونو کې ۵۰۰۰۰۰ ورته کمپیوټرونه ویشل شوي دي.
(د پوهنې وزیر جلالتمآب فاروق وردګ وایی، دغه پروګرام د یوه نوښت په توګه داسې پروګرام دی چې په افغانستان کې د زده کړې د کچې د لوړولو او د ښوونې او روزنې د سیسټم د لا پرمختګ په برخه کې ډیر مهم رول لري. دغه پروګرام زده کوونکو ته په خپلو ورځنیو درسونو كې د نوې ټكنالوژۍ د كارولو زمينه برابروي. ددې ترڅنګ زده كوونكو ته د انټرنټ پر مټ د زده كړې د نوي سيستم د تجربه كولو او له نویو معیاري لارو چارو څخه د ګټې اخيستو لار پرانيزي.
ددغه پروګرام یوه ځانګړنه دا هم ده چې د اقتصاد په برخه کې مرسته کوي، په دې توګه چې ځینې معلومات لکه د مرکې په اړه ځینې وړاندیزونه، د وړو سوداګریو په اړه معلومات او همداراز د سواد زده کړې او نورو برخو د لارښوونو په هکله کې معلومات ورکوي. ددغو لپتاپونو تخنیکي ځانګړنه به په افغانستان کې د شته ننګونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
دا کمپیوترونه یواځې۶.۵ ولته بریښنا لګښت لري(یعنې له یو نورمال لپټاپ څخه درې برابره کمه) داسې ښیښه یا سکرین لري چې کیدای شی په تیاره کې او یا هم د لمر د وړانګو له شتون سره هم په ښکاره توګه ولیدل شي. داسې یو سیستم هم لري چې کولای شي له ځینو بهرنیو آفاتو څخه په امن کې پا تې شي.
نوموړي لپټاپونه ۲۵۶ ام بی رم لري ، یو جي بي فلش درایف او ۴۵۰ ام اچ زیت پروسۍسر له وایرلس سره لري. د ژبې د تصویري پروګرام او هنري پروګرام درلودونکی هم دی او په پښتو او دري ژبو کې نورې زیاتې اسانتیاوې هم لري. دغه پروژه د پوهنې وزارت تر مشري لاندې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د وزارت سره په ګډه همکاري پیل شوې ده هر ماشوم یا زده کوونکي ته د یو لپټاپ د ورکولو تر نامه لاندې مرکزي دفتر د امریکا په متحدو ایالتونو کې دی او دغه پروګرام د روشن مخابراتی شرکت او د امریکا د متحده ایالتونو پراختیایی ادارې (یو- اس – آی- ډي) له خوا او د سیمه ییزې معلوماتي تکنالوژۍ پیوستون په همکاري پر مخ ځي.
د افغانستان د پوهنې او مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارتونه حکومتي سکتورونه دي چې د ښوونې او روزنې او معلوماتي تکنالوژي د پرمختګ په برخه کې فعالیت کوي. دغه وزارتونه په ګډه سره کار کوي څو د تعلیم او تربیې د پراختیا او ښه والي لپاره له نویو تکنالوژیو څخه کار واخلي.
روشن کمپنۍ د انترنتي خدمتونو په برابرولو سره ددغه پروګرام ملاتړ کوي
د امریکا د متحدو ایالتونو پراختیایي اداره (یو-اس-ای -آی-ډي)ددغه پروګرام مالي او لوجستیکي ملاتړ کوي د لوجستیک په برخه کې آن لاین دري روزنه هم پر مخ بیایي او همدا رنګه ددغه پروګرام د پراختیا او بشپړولو لپاره کار کوي چۍې د هیواد اقتصاد وده وکړي.
د امریکا پراختیایی اداره (USAID) ددغه شان پروګرامونو د بشپړولو لپاره له نړیوالو، عامه او خصوصي سرچينو او انجیوګانو څخه پرمختللي نوي او ښه امكانات برابروي.
د لا زياتو معلوماتو لپاره له محمد سالم ((حیران)) سره اړیکه ټینګه کړئ.
آدرس : د پوهنې وزارت.
د تلیفون شمیری: 0093778877146 0093700399039 Email:Salim_hayran@yahoo.com