ملي تلويزيون يا RTA دوهم تلويزيوني چينل دی چي له افغانستانه په مخامخ ډول بهرنۍ نړۍ ته خپروني کوي .
دافغانستان ملي تلويزيون تيره اوونۍ اعلان وکړ چي اروپا او امريکا ته به د افغانستان راډيو تلويزيون خپروني د سټيلايټ له لاري غځوي ، د خبر سره سم همغسي وسوه او پرون د 2007 جنوري د مياشتي په دريمه نېټه د RTA يا افغانستان راډيو ټلوزيون خپروني اروپا ته د هاټ برډ او امريکا ته د ګلکسي سټيلايت له لاري پيل سوې .
څه موده مخکي شمشاد تلويزيون هم د څو ورځو لپاره د اريانا افغانستان له لاري څو ساعته ماتي او ګوډي خپروني پيل کړې خو لکه څنګه چي يې خپروني بې خبره پيل سوې وي همغسي بې خبره بندي سوې . هيله ده د شمشاد د لراوبر افغان ولس په لاسنيوي او همکاري دا د اوږده مهال لپاره په بهرنۍ نړۍ کي د ليدلو جوګه شي .
د لراوبر ويبپاڼي اداره د اطلاعاتو او کلتور وزارت او افغانستان راډيو تلويزيون هڅاندو او نوښتګرو مشرانو او کارکوونکو ته له دې کبله د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .
د سپوږمکۍ پته :
اروپــا
HotBird
Frequency 11411 H
S.R- 27500
FEC- 5/6
امريکا
Galaxy 25
Frequency 11716 V
S.R- 22000
FEC- 1 / 2