کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پښتو ژبي د لرغونتوب نوي څرکونه

د پښتو ژبي د لرغونتوب نوي څرکونه

پښتانه هغه اريائي قوم دى چي له تيرو پنځو زرو کالو راهيسي د اسيا په زړه کي لى به لىه ګرځي نه يې تر ننه چا د تاريخ پيل پيداکړى او نه يې هم و زباتاله چي دا ورک تاريخه قوم څوک دى مګر د وختونو په تېريدو سره د دې درنې ژبي باتورو بچيو کرار کرار نړيوالو ته دا په زبات و رسول چي پښتانه ده يوه لرغوني تاريخ څښتنان دي چي تاريخ يې د يو لړ تاريخي ناندريو په نتيجه کي له منځه تللى او يا هم د هغو پر سيمو په بيلابيلو تاړاکونو کي د داړه مارو لخوا له منځه وړل سوى دى.


 تر ټولو لومړى چي د پښتو د لرغونتوب کوم څرکونه پيدا سول هغه دونيم زره کلن شعر وو چي د بې ستون يا بغستان په ډبر ليک کي کيندل سوى دى او په زوره ور ګمان سره د پښتو څو توري پکښي تر سترګو کيږي چي په بيلابيلو زمانو کي په دې اړه زياتي څيړني او ليکني سوي دي په لنډو ورځو شپو کي يو بل ډبر ليک چي د ايران د خارک ښارګوټي د سړک جوړوني په وخت کي د مځکي څخه را ووتي يوځل بيا د پښتو د ډير لرغونتوب ثبوتونه وړاندي کوي دا ډبر ليک په داسي حال کي لاس ته راځي چي تر اوسه پوري لا د بيستون د ډبرليک مسئله خلاصه نه ده د (٢٠٠٧)کال د نومبر په اومه نيټه د ايران د(خبرګزاري ميراث فرهنګي) ادارې خبر ورکړ چي هغوى د خارک په ټاپو کي د سړک جوړوني په وخت يو ډبر ليک موندلى دى.


 خارک ټاپو د خليج پارس تر ټولو تاريخي سيمه ده چي د بوشهر شمال لويديځ ته په اوه پنځوس کيلومترى کي او د ريګ بندر په ديرش مترى کي پروت دى.


 دا نوي موندل سوى ډبر ليک چي تراوسه ده دو ځائي لرغون پېژندونکو لخوا لوستل سوى دى په لاندي ډول وړاندي سوى دى.


 لومړۍ کس رضا مرادي غياث ابادى دى چي دا ډبر ليک يې لوستى او په اړه يې داسي ليکي.



 ١:لومړى کلمه:دا کلمه له دوو تورو څخه جوړه سوې ده چي (آ، اَ)او (هَـ)دي چي له يوځاى کيدو څخه يې (آهَـه/ اَهَـه) جوړيږي چي په اوسنى پښتو کي د(ؤ)يا (وو=ول)مانا ور کوي.



 ٢:دوهمه کلمه:دا کلمه له پنځو تورو(سَ)(آ، اَ)(کَ)(شَ)( آ ، اَ)څخه جوړه سوې ده چي (ساکوشا،ساکُشا)ځني جوړيږي دا يو لرغونى نوم دى چي په زړو پارسي متنو کي تر اوسه چيري نه دى تر سترګو سوى،خو کيداى سي چي دا به د سيتيانو لخوا کارول کيدى او هغه په دې عقيده دى چي د شا وروستاړى د زړې پارسي له (شاه) سره هيڅ اړيکه ځکه نه لري چي په لرغوني پېر کي د شاه د وروستاړي پر ځاى خْـشـايَـثـي ‌يَـه ليکل کيدى.



 ٣:دريمه کلمه:دا کلمه يوازي له دوو تورو (هَـ)او (ې)څخه جوړه ده چي له يوځاى والي څخه يې د (هې)کلمه په لاس راځي دا کلمه هم په زړه پارسي کي هيڅ نه ده تر سترګو سوې مګر په يوه ځاى کي د مختاړي په توګه د (هېدوش) په کلمه کي کارول سوې ده چي د هند مانا ور کوي.



 ٤:څلورمه کلمه:دا کلمه هم د دوو تورو څخه جوړه سوې ده چي (کَ)او (آ،اَ)دي د دې تورو تر منځ يوه خاليګا ښکاري چي د ځينو تورو د له منځه تلو امکانات را منځ ته کوي،او د (کَ)د توري په څنګ کي د تاج په څير يو شکل هم سته.



 ٥:پنځمه کلمه:دا کلمه له څلورو تورو(بَ)(هـَ)(نَ)(مَ)څخه جوړه سړې ده چي له يوځاى والي څخه يې (بَهَنَمَ)جوړيږي دا کلمه هم د لومړي ځل لپاره تر سترګو کيږي نو ځکه يې کمه مانا هم نه سته.



 ٦:شپږمه کلمه:په دې کلمه کي يوازي دوه توري تر اوسه لوستل سوي دي چي (خَ)او (آ ،اَ)دي او په دې ځاى کي نور څه نه لوستل کيږي.



 هغه د خپلو څيړنو په پاى کي ليکي:


 ما لومړى فکر کوى چي دا ډبر ليک به پر پارسي پنځه نوري کليمې ور زياتي کړي،ځکه په نورو ټولو متونو کي ما تر اوسه داسي کليمې نه وې ليدلي.


 دا ډبرليک په شپږو بيلابيلو افقي کرښو کي کيندل سوى دى چي ټول شپږ کليمې کيږي او تاريخ يې د هخامنشيانو له پېر سره سر خوري.


 هغه وائي چي د دې ډبر ليک لومړۍ،دوهمه،پينځمه او شپږمه کلمه لوستل کيږي خو د درېيمه او څلورمه کلمه يې د له منځه تلو له کبله د لوستلو نه دي،دا ډبرليک له نورو پارسي ډبرليکو سره ډير توپير لري،هره کلمه يې په بيله بيله کرښه کي په تلوار سره کيندل سوي دي.


 په دې ډبر ليک کي درې تاج ډوله انځورونه هم کيندل سوي دي چي د ډبرليک په منځ،د دريمي او څلورمي کرښي په پيل کي په پراته ډول کيندل سوي دي دا انځورونه د ساساني پاچاهانو و تاجونو ته ورته انځورونه دي.


 خو د دې ټول څيړنو سربيره هغه په بيا بيا ټينګار کوي چي دا ډبر ليک بايد په پوره پاملرنه سره بيا بيا و کتل سي او تر څيړني لاندي راسي،ځکه ځيني غير عادي ټکي پکښي تر سترګو کيږي چي سړى په شک کي اچوي او هغه وائي چي دا د هغه وروستى لوستنه او پايله نه ده،دا بايد نورو څيړنکو او لرغون پوهانو ته هم وړاندي کړل سي.


 مګر دلته د هغه په څيړنو کي ماته يو کمزوري ټکى په نظر راځي هغه دا دى چي هغه خپلي څيړني د هغو انځورنو له مخي تر سره کړي دي چي د سيمي د خلګو لخوا هغه ته لېږل سوي دي.


 په دې اړه دوهمه څيړنه د ايراني لرغون پوه بشاش لخوا تر سره سوه ښاغلى رسول بشاش د ايران د لرغون پېژندني د مرکز (ARCI)يو څيړونکى دى هغه د دې ډبرليک تر لوستلو وروسته خپل نظر د ښاغلي مرادي د نظرې په توپير سره داسي وړاندي کړى دى.


 هغه وائي چي دا ډبر ليک پنځه کرښي لري چي په لاندي توګه دي.



 ١:لومړۍ کرښه:دا يوه کلمه ده چي ((هَه)(ha)) لوستل کيږي او (و،سو) يا (وو او سول)مانا ورکوي هغه د دې کلمې ريښه (ah) ګڼلې چي (ول،سول)مانا ورکوي چي تير حالت ئې (هَه ha)مانا (وء،وو يا سول)ويل کيږي.



 ٢:دوهمه کرښه:له دوو کلمو (ساآنه sa ana ) چي په زړو پارسي متنو کي نه ده ليدل سوې او بله کلمه يې(اي)ده چي د (خوشال او هوسا)مانا ځني اخستل کيږي.



 ٣:درېيمه کرښه:(وزه هه مه va za ha ma)ده (وزه va za) له (وَز vaz)کړ(فعل)څخه اخستل سوى دى چي د وړل،وړاندي کول او ايستلو مانا ورکوي او دوهمه کلمه (mai) د زما او مي مانا ورکوي.



 ٤:څلورمه کرښه:(بهاناما ba ha na ma)د دې کلمې لومړې برخه ياني (بهانا)د يو چا نوم دى او (ما ma )د زما او مي مانا ورکوي.



 ٥:پنځمه کرښه:په وروستى يا پنځمه کرښه کي يو کلمه لوستل کيږي چي د (خا xa) کلمه ده چي د څاه او کوهي مانا ورکوي.



 هغه په پاى کي ټول ډبر ليک داسي مانا کوي(وچه مځکه مي خوشاله سوه د (اوبو)رايستلو(سره)…(د)بهانا کوهي.



 ښاغلى بشاش د خپلو څيړنو په پاى کي د دې ډبر ليک په اړه وائي چي بهانا(ba ha na)د کم سيميز پاچا نوم کيداى سي چي د دې سيمي د ابادى او پرمختګ په موخه يې دا امر يا شعار کيندلى وي.


 دا ليکنه پر يوې نا هواره ډبره کيندل سوې ده چي ١١٦×٨٥ سانتي متره اوږدوالى لري او د خپل اصلي ځاى څخه راغورځيدلې او يا را غورځول سوې ده.


 د دې ډبر ليک لرغونتوب د هخامنشانو تر وروستى دورې رسيږي،او د هخامشانو د منظمو ډبرو ليکونو سره ډير توپير لري په پنځو کرښو کي پر مرجاني ډبره توږل سوى دى لومړۍ درې کرښي ئې د ورستيو دوو کرښو څخه اته سانتي متره ليري والى لري او د پورتنيو کرښو په پرتله په نامنظمه توګه کيندل سوي دي.


 د متن په منځ کي دوه انځورونه هم کيندل سوي دي چي يو يې د درېيمي کرښي په پيل کي يو تاج دى او بل يوه کږه وږه کرښه ده چي د دريمي او څلورمي کرښي ترمنځ کيندل سوې ده چي له دې ځايه څخه موږ ويلاى سو چي دا ډبر ليک په څو بيلا بيلو سبکونو کيندل سوى دى.



 په دې اړه نورو لرغونپوهانو هم خپلي نظرې ورکړي دي د ايران د بوشهر يوتن لرغونپوه علي اکبر سر فراز وائي چي دا ډبر ليک په دې ټاپو کي لومړۍ مرجاني ډبر ليک دى او هغه زياته وي کيداى سي خارک ټاپوه پنځلس زره کاله پخوا له اوبو څخه راوتلي وي.


 دلته اوس سوال پيدا کيږي چي موږ ولي دا د پښتو د لرغونتوب څرکونه بولو؟ نو دغه سوال د ځواب او لازيات څيړنو د لاس ته راوړلو په موخه سترګي په لار وه اوسى ښائي په دې سره د علامه استاد عبدالحى حبيبي رحمة الله عليه خوب رښتيا سي چي ويل به يې پښتو د يوه ډير زيات لرغوني تاريخ تښتنه ده وګرځى او خپل تاريخ مو د اسيا له کنډوالو را پيداکړى په دې هيله چي زموږ درانه څيړونکي او لرغونپېژندونکي لاس په کار سي.


 
http://www.chn.ir/news/?section=2&id=43479
http://www.chn.ir/news/?Section=2&id=43508
http://62.193.18.228/index_view.asp?code=158078
http://www.chn.ir/news/?Section=2&id=44031
http://www.chn.ir/news/?Section=2&id=43883
http://www.chn.ir/news/?Section=2&id=43577
http://www.iran-newspaper.com/1384/840805/html/report.htm
http://navasepantamminoo.blogfa.com/post-98.aspx
http://www.chnpress.com/news/?section=2&id=7401
http://www.iranmania.com/News/ArticleView/Default.asp?NewsCode=55943&NewsKind=CurrentAffairs