انساني فطرت او دهغې غوښتنې :
لکه څنګه چې مو مخکې په تفصیل سره بیان کړل چې حیواني طبیعت ، د انساني خلقت په تهداب کې د ځمکې او بنسټ په څیر دې او په همدې ځمکې او تهداب باندې د انسانیت تعمیر جوړ کړل شوې دې .
د انسان د انفرادې وجود او دهغې د نسل د پایښت له پاره چې دکومو شیانو اړتیا ده دهغې اړتیاو د پوره کولو او لاس ته راوړنو له پاره الله تعالې دانسان په حیوانې طبیعت کې هر څه ایښي دي . مګر د الهي فطرت منشاء هیڅکله هم دا نه ده چې د هغې ارزوګانو څخه دې کومه یوه پوره نه کړل شی ، یا دې ددې وړتیاو څخه کومه یوه د فنا سره مخ کړي . ځکه چې دا ټول شیان په هر حال اړین دي او دهغې پرته انسان او دهغې نسل ژوندې نه شي پاته کیداې مګر فطرت دا غواړي چې انسان دخپلو دغو ارزوګانو د پوره کولو له پاره او دهغې د وړتیاو څخه دکار اخیستلو په وخت کې یوازې حیواني لاره خپله نه کړي ، بلکه دهغې انساني طبیعت چې د کومو امورو غوښتنه کوي او په هغې کې چې د حیواني امورو څخه پورته کومه غوښتنه شته دهغې له اړخه دهغې طریقه باید انساني وي ، دهمدغې غر ض له پاره الله تعالي شرعي حدود ټاکلي دي ترڅو د انسان ټول کړه وړه په یوه قانون کې را ونغاړی .. ددې تر څنګ یې دا اخطار هم ورکړې دې که چیرې مو د افراط یا تفریط لار غوره کړه او ددغې حدودو څخه تجاوز وکړئ نو خپل ځان به په خپله په هلاکت کې وا چوئ . لکه چې فرمایې :
[ و من یتعد حدود الله فقد ظلم نفسه ] ( اطلاق )
[ چا چې د الله له پولو څخه تیرې وکړ هغه ګویا په خپله په خپل ځان تیرې او ظلم کړې دې ] اوس ووینئ چې په جنسي معاملاتو کې قران مجید د انساني فطرت د کومو ځانګړ تیاو او غوښتنو په لور اشاره کوي:
الف – په انساني فطرت کې چې د انساني اړیکو کوم ډول ایښوول شوې دې دهغې تفصیل دادې چې :
[ و من آیاته أن خلق لکم من انفسکم ازواجا لتسکنو الیها و جعل بینکم مودة و رحمة ان في ذلک لایات لقوم یتفکرون ]( الروم ۲۱)
( او دهغه له نښانو څخه (بله ) داده چې هغه ستاسې له پاره همدا ستاسې له جنس نه میرمنې پیدا کړې تر څو چې تاسې له هغو سره ارام تر لاسه کړئ او ستاسې (دښځې او خاوند ) په منځ کې یې مینه او خواخوږي پیدا کړه په باوري ډول په دې کې دهغو خلکو له پاره ډیرې نښانې دي چې غور او فکر کوي . )
[هن لباس لکم و انتم لباس لهن ] (بقرة ۱۸۷)
[هغوې ستاسې لباس دې او تاسې دهغوې لباس یاست .]
ددې تر مخه چې په کوم آیت کې د انسان اوحیوان دواړو د جوړو د پیدا کولو یو ځاې کومه یادونه شوې هلته د زوجینو د پیدایښت هدف یوازې د نسل پایښت په ګوته شوې و. اوس د حیوان څخه په را بیلیدو د انسان دا ځانګړتیاوې بیانوي چې په هغوې کې د زوجیت یو بل ستر مقصد هم شته او هغه دا چې د هغوې اړیکي دې یوازې شهواني نه دي بلکه په محبت او میني ولاړي وي . د هغوې تر منځ د زړونو او روحونو د یو ځاې کیدو تعلق وي هغوې یو د بل ارز لرونکې او د غم او خوښۍ په وخت کې یو د بل سره شریک اوسي . دهغوې تر منځ داسي یو ځاې والي او تړون وي لکه ځنګه چې په لباس او جسم کې وي ، ددواړو جنسونو دغه اړیکي د انساني تمدن د عمارت د جوړولو د بنسټ تیږه ده لکه چې مونږ تر مخه په پوره تفصیل سره بیان کړل . ددې تر څنګ د « لتسکنو الیها » څخه هم دې لورې ته اشاره کوي چې د ښځې په وجود کې د نارینه و له پاره د سکون او را حت سرمایه پرته ده . او د ښځې فطري خدمت هم همدا دې چې هغه د نارینه دغه د جدو جهد او ستونزو ډکه دنیا د سکون او راحت په یوې څنډې بدله کړي . دا د انسان کورني ژونددې چې غرب یې دمادي ګټو په خاطر له یوه سره اهمیت له نظره غورځولې . په داسې حال کې چې د تمدن او آبادۍ په برخه کې چې څومره اهمیت نورو څانګو ته ورکړل شوې همغومره اهمیت باید دې څانګې ته هم ورکړل شي ځکه دمدني ژوند دپرمختګ له پاره دې څانګې ته همدومره اړتیاشته لکه څومره چې نورو څانګو ته اړتیاده .
ب – دا جنسي اړیکي یوازې د میړه او ښځې ددوه اړخیزې میني او محبت غو ښتنه نه کوي بلکه ددې غوښتنه هم کوي چې کوم اولاد چې د دغه اړیکو په پایلو کې پیدا کیږي دهغې سره هم باید ژور روحاني اړیکي ولري . الهي فطرت ددې له پاره د انسان ، په ځانګړې توګه د ښځې جسماني جوړښت او دحمل او رضاعت په طبیعي توګه داسې انتظام کړې چې د هغې په رګ رګ او ریښې ریښې کې د اولاد سره مینه ځاې پر ځاې شوې ده . لکه چې قران مجید کې فرمایې :
[ حملته امه وهنا علې وهن و فصاله في عامین ] (لقمان )
[د هغې مور هغه په کمزورۍ سره په خپله ګیډه کې و ساته او دده په (شیدو ) ورکولویې دوه کاله و لګیدل ]
[حملته امه کرها ووضعته کرها و حمله و فصاله ثلاثون شهرا ] (الاحقاف )
( دهغې مور په پوره تکلیف سره هغه په ګیډه کې و ساته ، د تکلیف سره یې و زیږاوه او دهغې په حمل او شیدو ورکولو یې دیرش میاشتې و لګیدې ]
همدا ډول د سړې حال هم دې ، که څه هم د اولاد په محبت او مینه کې له ښځې څخه کم دې .
[ زین للناس حب الشهوات من النساء و البنین ] ( ال عمران )
[ښایسته کړل شوې دې دخلکو له پاره د مرغوبو شیانو محبت لکه د ښځې او اولاد]
دغه فطري محبت د انسان او انسان تر منځ د ویني او خپلولۍ ریښې جوړوي ، بیا دهمدغې ریښو په واسطه کورنۍ او د کورنیو نه قبیلې او ولسونه جوړیږي او دهغې د اړیکو څخه تمدن مینځه ته را ځي .
[ و هوالذي خلق من الماء بشرا فجعله نسبا و صهرا وکان ربک قدیر ]( الفرقان ۵۴)
[ او هماغه ذات دې چې له اوبو نه یې یو بشر پیدا کړ بیا یې له هغه نه د نسب او خسرګنۍ دوه بیلا بیلې لړۍ و غځولې . ستا پروردګار د ستر ځواک خاوند دی ]
[یا ایها الناس انا خلقنا کم من ذکر و انثې و جعلناکم شعوبا و قبائل لتعارفوا ان اکرمکم عندالله اتقاکم ان الله علیم خبیر] (الحجرات ۱۳)
[ اې خلکو مونږ تاسې له یوه نارینه او یوې ښځې نه پیدا کړئ او بیا مو تاسې قومونه او قبیلي و ګرځولئ تر څو چې تاسې یو تر بله سره و پیژنئ . په حقیقت کې د الله په وړاندې له تاسې نه تر ټولو زیات عزتمند هغه څوک دې چې په تاسې کې تر ټولو زیات پرهیزګاروي. په باوري ډول الله په هر څه پوهیدونکې او باخبره دې . ]
د رحمنو ، نسبونو او خپلولیو ریښې په اصل کې د انساني تمدن لومړنۍ او طبیعې مؤسسات دي او دهغې د جوړښت انحصار په دې دې چې اولاد دخپل معلوم او پیژندل شوې مور و پلار څخه وي او نسب یې خوندی وي .
(ج)- د انساني فطرت غوښتنه دا هم ده چې هغه د خپلو زحمتونو زبیښې او د خپلو ګټو وټو څخه که څه پریږدي نو هغه دې خپل اولاد او دوستانو ته پریږدي ، هغه چاته چې ټول عمر یو دبل سره د وینی او رحم په رشته کې را نغاړلي وي.
[ و اولوا الارحام بعضهم اولې ببعض في کتاب الله ان الله بکل شئ علیم ](الانفال ۷۵)
( د الله په کتاب کې د ویني خپلوان یو د بل زیات حقدار دي په یقیني ډول الله په هر څه باندې پوهیږی . )
[و ماجعل ادعیاء کم ابناء کم ] (الاحزاب ۱۴)
( او څوک چې تاسې په ځویوالي بللې وې ،هغه الله ستاسې زوې نه دې ګرځولې . )
پس د میراث د ویش له پاره هم د نسب خوندیتوب ضرورې دې .
(د)- د انسان په فطرت کې د حیا جذبه یو ه فطري جذبه ده . دهغې د وجود ځیني برخې داسې هم شته چې د هغې د پټولو خوهش الله جل جلاله د هغه په طبیعت کې ایښې دې . همدغه طبیعې غوښتنه ده چې دهماغه لومړیو ورځو څخه یې انسان یو ډول نه یو ډول لباس اغوستن باندې مجبور کړیدې ، په دې هکله قران په پوره قاطعیت سره د نوي دور د نظریاتو او افکارو تردید کوي . هغه وایې چې د انساني جسم هغه برخې چې د ښځې او نر له پاره د جنسی جاذبیت سبب ګرځی دهغې ښکاره کو لو باندې د شرم احساس او دهغې د پټولو هڅه د انساني فطرت غوښتنه ده خو شیطان غواړی چې هغه برخې باید خلاصي وي
[ فوسوس لهما الشیطان لیبدی لهما ماووری عنهما من سوآتهما](الاعراف )
( بیا شیطان ادم علیه السلام او دهغې ښځه تیرویستل تر څو دهغوې په جسم کې چې کومې برخې دهغوې نه پټې کړل شوي وي هغه برخې هغوې ته را بربنډې کړي . ) ]
[ لما ذاقا الشجرة بدت لهما سوآتهما و طفقا یخصفان علیهما من ورق الجنة و ناداهما] (الاعراف )
( او کله چې هغوې د هغې ونې څخه څکه وکړه نو هغوې ته د هغوې د وجود هغه پټې برخې را ښکاره شوي او هغوې بیا هغه د جنت د ونو په پاڼو پټولې )
بیا قران وایې چې الله جل جلاله لباس په دې خاطر نازل کړ چې هغه ستاسې له پاره د ستر پټولو وسیله هم وی او د زینت او ښایست وسیله هم . خو یوازې د ستر پټول کافي نه دې دهغې سره ضروري ده چې ستاسي په زړونو کې تقوې ( د الله جل جلا له نه ویره ) هم وی .
[ یا بني آدم قد انزلنا علیکم لباسا یواري سوآتکم و ریشا و لباس التقوی ، ذلک خیر ذلک من آیات الله لعلهم یذکرون ](الاعراف )
(اې د ادم بچیانو ! مونږ تاسې ته کالي نازل کړي دي چې ستاسې د بدن شرم ځایونه و پوښي او ستاسي د بدن د ساتنې او ښکلا وسیله هم وي او ډیره غوره جامه د پرهیزګارۍ او تقوې جامه ده . دا د الله له نښانو څخه یو ه نښانه ده . په کارده چې خلک ورڅخه درس وا خلي . )
دا د اسلام د ټولنیز نظام له پاره اساسی اصول دي ددغې تصوراتو په ذهن کې د نیولو نه وروسته ددې ټولنیز نظام تفصیلې شکل ووینۍ چې د همدغې اصولو په بنسټ جوړ شوی دې . ددې مطالعې په دوران کې تاسو باید په ژوره توګه دا پلټنه وکړئ چې هغه نظریات چې اسلام یې د خپل قانون اساس ګرځوي او په عملي او تفصیلي تو ګه یې نافذوي تر کومه ځایه یو شان والي ، برابري ، منطقي اړیکي او مطابقت په کې قایم پاته کیږی . د انسان په لاس جوړ شوې څومره قوانین چې مونږ ولیدل د هغوې ټولو ګډه او ښکاره کمزوري داده چې د هغوې د اساسي نظریاتو او عملي تفصیلاتو تر منځ پوره منطقي ربط نه شته . په اصولو او فروعو کې یې پوره تناقض لیدل کیږی . کوم کلیات چې بیانیږي دهغې مزاج یو ډول دې او د عمل له پاره چې کوم احساس او جذبه جوړیږي دهغې مزاج څه بله لاره خپلوی ، د فکر او تعقل په اسمانونو کې یو ډول نظر وړاندې کوي خو کله چې د اسمانونو څخه راښکته او په عملي ډګر کې داخل شی او خپلې نظریې ته د عمل کالي ور واغوندی نو بیا دلته په عملی ډګر کې په داسې نورو مسایلو کې ورک شی چې هغه خپله نظریه یې هم له یاده ووځی ، د انسان په جوړ کړل شوو قوانینو کې یو هم داسې قانون نه شته چې ددغسې کمزورتیا څخه خالی وی. اوس تاسې په ډیره ژوره توګه هغه قانون ووینئ چې د عربستان په شګلوړه کې یو نالوستې انسان د نړیوالو ته تر مخه وړاندې کړ او دهغې په تر تیبولو کې هغه د هیڅ قانون جوړونکې غونډی او یا کومي انتصابی کمیټې څخه مشوره وانه خیسته . ایاتاسې ته دهغې په کوم ځاې کې کومه منطقي بې ربطي او یا د تناقض کوم څرګ تر سترګو کیږی ؟
پاته په اولسمه برخه کې ولولئ…