کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: نيول سوي مهمات ډاياګ ته وسپارل سول

ميدان وردګ: نيول سوي مهمات ډاياګ ته وسپارل سول

د ميدان وردګ ولايت په اړونده سيمو كې د ملي امنیت لخوا ديولړ تصفيوې عملياتو په ترڅ كې يوشميردرندې او سپكې وسلې او مهمات دډاياك يابې وسلې كولوكميسيون ته وسپارل شول .
د دغه مهماتو په مناسب په جوړه شوې غونډه كې دميدان وردګ ولايت مرستیال علی احمد خاشع ،دملي پولیس اودملي امنيت منسوبينوګډون كړې وو،جوړه شوې غونډې ته ښاغلي مرستیال والي په خپله وينا كې وويل چې ملي امنیت مسولین دافغانستان دخلكو ساتنه محافظت کې شپه او ورځ نه ستړیکوونکی هلې څلې كوي اودغه لاسته رواړنو ته تاسوپه كمه سترګه مه ګوري همدغه وسلې دي چې دافغانستان دخلكو ژوند له منځه وړي كه چيرته همدغه وسلې كشف نه شي شايدډيرتلفات يي اړه ولې وو،خوله نيكمرغه ستاسو په هلوځلو د پيښيدونكو بدبختيومخه ونيول شوه، وروسته نوموړى وسلې ډاياك مسولينوته وسپارل شوې چې لاندې مهمات پكې شامل دي :


د BM-1 دری فیره مرمۍ
۶۰ کیلوګرامه باروت
د راکټ ۱۰ فیره مرمۍ
د هوان ۵ فیره مرمۍ
د ۸۲ ملي متري توپ ۲۸ فیره مرمۍ
د پرسونل ضد ۳ حلقې مرمۍ
او نورې دراګټواوبېلابېلو اسحلو مرمۍ په نوموړو مهماتو كې شاملې وي.