د مېرمن كلتوري بهير درنو خويندواو د (روڼا) كالنۍ مشاعرې درنو ګډونوالو !
زما له لوري سلامونه او لورېينې ومنئ !
ډېره خوشاله يم چې زما په پلارني هېواد افغانستان كې ښځمنو ته خداىج دومره توان ور په برخه كړ چې سره را ټولېږي او له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د خپلې ژبې، كلتور او ادب لپاره خدمت كوي او د حساسو او مسوولو كسانو غوندې د خپلې وروسته پاته او ځپلې ټولنې خلكو ته د چوپړ وړ كېږي.
د (روڼا) په نامه د دې كالنۍ مشاعرې ترتيبوونكيو خويندو ته مباركي وركوم او له لويه خدايه ورته تل دومره توان غواړم چي د علم او ادب د روڼا په خپرولو سره زموږ د خلكو ذهنونه لا روښانه كړاى سي. د دې مشاعرې ټولو برخوالو ته د دوى د يوې پښتنې خور په صفت وړانديز او سپارښتنه كوم چې د خپل جنګ ځپلي او له پرمختللې نړۍ پاته هېواد لپاره دي له يوې نه يوې لارې خدمت وكړي چې نور زموږ ګران هېواد د بې علمۍ او جهل په تيارو كې د جګړو، كركو او بدبينيو شومه نه شي.
كه څه هم ستاسې غوندې د (روڼا) په كالنۍ مشاعره كې جسماً برخه نه لرم، خو روحاً ځان له تاسې سره يو ځاى احساسوم او داسې ګڼم لكه زما په وړاندې چې د خپل څلوركونجه بند كور دېوالونه نړېدلي وي او زه د يوې ماشومې غوندې بې پروا د پسرلي په ګلونو كې منډې وهم، زما د ژوند پسرلي له تېرو درېوو كلونو راهيسې د خوښۍ له ګلونو او خوشبويۍ بې برخې سوي دي خو د مېرمن بهير له خونيدو سره له څو مياشتنيو اړيكو را وروسته مي زړه يو څه له غمونو او كړاوونو سپك سوى دى، خداىج دي وكړي چي زموږ په هېواد كې د علم روڼا خپره سي او زموږ د ټولنې بېځايه او ناوړه دودونه له منځه ولاړ سي چې زموږ هره خور د خپل ژوند له ټولو حقونو برخمنه سي.
ما هڅه وكړه چې مشاعرې ته خپل نوى شعر در واستوم او كومه خور يې درته ولولي خو د كورنيو سرخوږيو او كړاوونو له امله مي نوى شعر ونه سواى ليكلاى، كه امكان وو د بهير كومه خوركۍ به زما يو شعر- چي د بهير پر انټرنيټ پاڼه خپور سوى- درته ولولي.
نور مو زړه نه خورم او نه مو د مشاعرې د اورېدو په منځ كې خنډ جوړېږم، تاسې ته په مشاعرې كې د ټولو خونيدو د شعرونو په لوى زړه د اورېدو زغم او حوصله غواړم.
په مينه او درناوي
ستاسې پښتنه خور