کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون د میاشتې ۲۱ نیټه

په افغانستان کې د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو روانې انتخاباتي سیالۍ، انتخابات او امنیت هغه مسایل دي، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې راخستي دي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوسي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.


اراده:


دې ورځپاڼې په افغانستان کې د انتخاباتي مبارزو تودیدو ته په اشارې لیکلي دي، چې انتخابات هغه ازمیښت دې، چې ټول تلي.


ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې د انتخاباتو برخه لیک هغه وخت په زړه پورې کیږي، چې وکتلې شي څوک چا په ګټه تیریږي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسله راخستې او لیکلي دي، چې خلک په بهرنیو ځواکونو بې باوره شویدي.


ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې یوازې بې باوري هم نه بلکه په ځینو مواردو کې خلک اړ شوي، چې وسله پورته کړي او مقاومت وکړي.


هیواد:


دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې په روانو انتخاباتي کمپاینونو تبصره کړې او په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خلکو د هڅولو مسله څیړلې ده.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د اقتصادي لوږې مسله څیړلې او هغو اقداماتو ته هم ګوته نیولې، چې ددې ستونزې د هواري لپاره په پام کې نیول شویدي.


ورځپاڼې د ایران د انتخاباتو په سر روانو لانجو ته هم کتنه کړې او لیکلي دي، چې ددې حالت دوام به نور ژور اختلافات هم وځیږوي.


ملي ارمان:


دې ورځپاڼې هم خپل زیاتره مطالب په هیواد کې روانو انتخاباتي کمپاینونو ته ځانګړې کړیدي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د حج او اوقافو په وزارت انتقاد کړې دې، چې د جوماتونو دروازې يې د انتخاباتي کمپاینونو په وړاندې تړلي دي.


ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام دا پوښتنه کړې، چې ایا صدیق چکري سیکولر یا غیر مذهبي شوې دې؟


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د نیمروز د خلکو دا شکایت راخستې دې، چې ایرانیان د قرارداد په خلاف د افغانستان زیاتې اوبه غړپ کوي.


ویسا:


دې ورځپاڼې که له یوې خوا د خپل لومړي مخ په سر کې د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله لیکلي، چې امریکا د طالبانو په خلاف خپل عملیات ګړندي کوي خو د همدې مخ په غټ سرلیک کې بیا دا خبر ورکړې، چې امریکا له طالبانو سره په خبرو بوخته ده.


ورځپاڼې د همدې مطلب په دوام کې لیکلي دي، چې د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ هالبروک پخپلو تیرو سفرونو کې د طالبانو له یو شمیر مشرانو سره لیده کاته کړیدي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د جمهوري ریاست په یو کاندید اشرف غني احمدزي دا انتقاد کړې، چې تیره ورځ يې د امریکا له سفیر سره په ګډه خبري غونډه کې له ځانه ناسم حرکات ښودلي او د افغانستان د خلکو غرور يې ندې تمثیل کړې.


اصلاح او انیس:


دې ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې هغو عواملو ته ګوته نیولې، چې په کابل ښار کې د هوا د ککړیدو سبب ګرځیدلي او لیکلي دي، چې د واټونو خرابیدل ددې ستونزې یو اساسي علت دې.


خو اصلاح بیا په افغانستان کې روانو جنګونو ته په اشارې لیکلي دي، چې د خلکو ملاتر کیداې شي، چې په جنګ د بري یو اساسي عامل وي.


هشت صبح:


دې ورځپاڼې هم د انتخاباتي کمپاینونو په مهال د جوماتونو د نه کارولو په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي، چې دا د خکومت لخوا په انتخاباتي کمپاین لږول شوې محدودیت دې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ایران د انتخاباتو په پایله کې رامنځ ته شویو ستونزو ته په اشارې لیکلي دي، سره له دې، چې د ایران انتخابات د هیچا لپاره د منلو وړ ندي خو ولسمشر کرزي د احمدي نژاد له بري ملاتړ وکړ او د احمدي نژاد د څو متحدینو په لیکه کې ودرید.


په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د سر شمیرنې لپاره د روانو تیاریو په اړه هم یو مطلب خبور شوې، چې پکې هغه مهمه ښودل شوې ده.