کور / شعر / کاڼي ورېدل

کاڼي ورېدل

رڼا کې ورېدل، کاڼي تيارو کې ورېدل
په وچه ورېدل، کاڼي اوبو کې ورېدل


سرونه ماتېدل، هره شيبه کې بې حساب
په سمه اورېدل، کاڼي په غرو کې ورېدل


ته لوی ترې په امان و، نه ماشوم و ترينه بچ
کورو کې ورېدل، کاڼي کوڅو کې ورېدل


ګلان په وينو رنګ شو، ځوانمرګي شوې غوټی
چمن کې ورېدل، کاڼي باغو کې ورېدل


شهيده شوله مينه کليواله د انسان
مغزو کې ورېدل، کاڼي په زړو کې ورېدل


بې شمېره ژړاګانو هم يې ونکه اثر
دوعا کې ورېدل، کاڼي ښېرو کې وريدل