کور / شعر / غزل

غزل

چې څراغ غوندې جانانه درته بل پاته وي
په هغو خلګو پسې تل پور د اجل پاته وي

په کومه شپه چې مې په تا پسې ژړلې نه وي
په هغه شپه مې الفاظ ورک وي او غزل پاته وي


زما د مينې افسانه به وي ژوندۍ تر هغو
څو پر دې لاره  لا د تللې جانان پل پاته وي


دا ستا ارام زړه به يو وخت هم نا ارام شي اشنا
پر غلو حساب شي هغه څوک چې د غلو مل پاته وي


تقدير دي نه تړي دا لارې د اغزو په څوکو
لکه شبنم به پر اورېږم چې يار ګل پاته وي


زما په زړه کې دا ستا مينه ګرانه داسې برېښي
لکه د وران کلي په منځ کې څراغ بل پاته وي