کور / تازه خبرونه / کندهار: دوه امريکايي پوځيان وژل سوي دي

کندهار: دوه امريکايي پوځيان وژل سوي دي


د جمعې په ورځ د کندهار ښار په لوېديځ کي ميرويس مېني ته نيژدې دوه امريکايي پوځيان وژل سوي دي.


دغه پوځيان د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوي دي، چي طالب وسله والو يې مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ.


د امريکايي پوځيانو له خوا خپره سوې اعلاميه پېښه تائېدوي او وايي درې نور يې پکښي ټپيان سوي دي.