کور / تازه خبرونه / ديوبندمدرسه: طالبان دي په موږ پوري نه تړل کېږي

ديوبندمدرسه: طالبان دي په موږ پوري نه تړل کېږي


د هندوستان د تر ټولو غټي اسلامي مدرسې ديوبند اداره وايي په پاکستان او افغانستان کي جنګېدونکي طالبان دي له دوى سره نه تړل کېږي.

د ديوبند مدرسې مهتمم مولانا محمدسليم قاسمي له يوې برتانوۍ راډيو سره په مرکه کي وويل، د طالبانو په منځ کي جاهلان ډېر او عالمان کم دي.

مولانا قاسمي وويل د طالبانو له خوا د ښوونځيو سوځول، د زيارتونو نړول، د ښوونکو او زدکوونکو وژل ټول غير اسلامي کارونه دي چي دا د هغوى پر جاهليت دلالت کوي.

مولانا قاسمي د پاکستان د جمعيت العلماءالاسلام پر مشر مولانا فضل الرحمان د يوې نيوکي په ترڅ کي وويل، هغه لږ عالم او ډېر سياستوال دئ.