کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني پنځه پوليس وژلي دي

د ماين چاودني پنځه پوليس وژلي دي


د کندهار امنيتي مقامات وايي د جمعې د ورځي څاښت مهال په دغه ولايت کي پنځه پوليس د ماين د چاودني له امله وژل سوي دي.

د ښوراوک ولسوالي د سرحدي پوليسو قومندان سيف الله حکيم وايي پېښه هغه مهال رامنځته سوه چي د سرحدي پوليسو موټر د ګزمې پر مهال پر ماين وختئ.

د سيف الله حکيم په وينا په پېښه کي پنځه پوليس پر هغه ځاى وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.