د امريکا د دفاع وزارت وايي پر دغه هيواد د شمالي کوريا د ممکنه بريد له امله يې د توغنديو دفاعي سيسټم فعاله کړئ دئ.
د دفاع وزير رابرټ ګېټس وويل د اوهايو پر ايالت يې د شمالي کوريا د احتمالي بريد دپاره هوايي د هوايي دفاعي سيسټم د نصبولو چاري بشپړي کړي او همدا راز يې په الاسکا ايالت کي مځکنۍ دفاعي نظام فعاله کړئ چي پر خپل هيواد د شمالي کوريا د بريد مخنيوى وکړ.
د شمالي کوريا او امريکا اړېکي د دغه هيواد د اټومي وسلو پر سر تر دې حده ترينګلي سوي دي چي دواړه هيوادونه يې پر يو بل د احتمالي بريدونو په باب دفاعي هلو ځلو ته درولي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه