د امريکا د بهرنيو چارو وزيره په سپينه ماڼۍ کي ټپي سوه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کي د هيلاري کلنټن د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د وزارت له خوا خپره سوې اعلاميه وايي آغلي کلنټن د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا د ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک سره يوې خصوصي غونډي ته روانه وه، چي د ښويېدو له کبله غوځاره سوه او له امله يې د ناستي د ځاى هډوکى مات سوئ دئ.
سپينه ماڼۍ وايي آغلې کلنټن په روغتون کي تر درملني وروسته کور ته ستنه سوې، خو په راتلونکو اونيو کي يې مات سوئ هډوکى عملياتو ته اړتيا لري..
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه