په جنوبي وزيرستان کي پر دوو کورونو د جاسوسي الوتکو له خوا بريد سوئ چي اووه وسله وال يې وژلي دي.
راپورونه وايي د جنوبي وزيرستان په شالوم او راغزئي سيمو کي امريکايي بې پيلوټه الوتکو بمبار کړئ چي وسله والو طآلبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د الوتکو توغندۍ په يادو سويو سيمو کي پر هغو ځايونو لګېدلې چي جنګيالي پکښي روزل کېدل.