کور / تازه خبرونه / روزګان: څلور تړل سوي ښوونځي پرانيستل سول

روزګان: څلور تړل سوي ښوونځي پرانيستل سول

د پوهني وزارت د څلورو ښوونځيو د پرانيستو خبر ورکړ


د افغانستان د پوهني وزارت څخه خپره سوې اعلاميه په روزګان ولايت کي د ساخر، بتو، اوشى او بس آب سيمو د ښوونځيو د بيرته پرانيستو خبر ورکوي.


دا په داسي حال کي ده چي پرون د غزني په اندړو ولسوالي کي هم دوه ښوونځي بيرته پرانيستل سوي وو.


د پوهني وزارت وايي د روزګان ښوونځي د ١٣٨٤ لمريز کال په اوږدو کي تړل سوي وو چي د سيمي تر ٦٠٠ زيات کوچنيان د زدکړو څخه بې برخي وو.


د پوهني وزارت وايي د روانو مياشتو په ترڅ کي يې له ٦٧٣ تړل سوو ښوونځيو څخه ٢١١ بابه بيرته د ځايي علماوو، قومي مشرانو او د سيمي د اوسېدونکو په مرسته پرانيستلي دي.