د غبرګولي 26 مه چې كانديدانو د كمپاين د رسمي پيل لومړۍ ورځ وه، د كابل ښار نژدې په ټولو سيمو كې ولسمشرۍ د كانديدانو عكسونه چې پر دېوالونو او نورو هوارو سطحو ځړول شوي وو، له توپير پرته له يوې مخې شكول شوي دي.
د كابل ښاريان د غبرګولي په شپږويشتم سهار چې كله د خپلو كارونو پر لور روان وو پر دېوالونو، پر ولاړو پايو، لوحو او نورو هوارو سطحو ځړول شويو عكسونو ته يې پام واوښت چې د ښار بڼه يې بدله كړې وه.
ځړول شويو عكسونو هر چا ته په ګوته كوله چې ګوندې ټاكنيزه سيالي پيل شوې خو دا پوښتنه يې پيدا كوله چې دغه عكسونه څرنګه او څه وخت ځړول شوي؟
تر تېر ماښام هم د عكسونو څه څرك نه ليدل كېده داسې ښكاري چې عكسونه د شپې له خوا ځړېدلي وي.
د كابل ښاريانو له پاره بيا د يوه كانديد له خوا د دومره كسانو او امكاناتو درلودل چې په توره شپه د څو ساعتونو په ترڅ كې وكولى شي د ښار نژدې ټولې سيمې د كانديدانو له عكسونو ډكې كړي دا پخپله پوښتنې زېږونكي وو.
د عيني شاهدانو په وينا د كانديدانو د عكسونو شكول د كمپاين له لومړۍ شېبې پوهنتون د محصلينو، ښوونځيو د زده كوونكو او عامو وګړو له خوا پيل شوي ول او د وروځې تر وروستيو يې دوام درلود.
د عكسونو شكولو انګېزه كېداى شي د هر وګړي پر وړاندې جلا وي، خو غبرګون يې بيا يو دى، هغه دا چې خلك په دغه ټولټاكنو باور نه لري او دغه تولټاكنې نه غواړي.
دا په داسې حال كې ده چې په تېرو ټاكنو كې د خلكو ګډون زيات و او ځينو خلكو خو د لېوالتيا له مخې د رايو وركولو تر مركزونو اوږده واټنونه پياده، پښې يبلې او په خرو او اسونو سره وهلي وو او ځانونه د رايو وركولو مركزونه ته رسولي او خپلې رايې يې كارولې وې.
د سياسي شنونكو په اند د روانو ټاكنو په اړه د ولس د غبرګون انګېزه ډېرې عامې او ګډې پولې لري.
له تېرو ټاكنو څخه د افغان ولس تمه دا وه چې په هيواد كې به جګړه، ربړې، بې كاري او بېوزلي پاى ومومي، سوله به راشي، ټولنيز عدالت به ټينګ شي او داسې يو نظام به رامنځته شي چې هر قوم او هر وګړى په كې خپل ځاى او خيل مقام ومومي.
افغان ولس داسې فكر كاوه چې په انتخابي حكومت او دولت سره به حاكميت پياوړى او په هيواد كې به د جګړې او سياسي مافيا سټې كمزورې شي او ولس به د جګړې له اختناق او سياسي مافيا له يرغمل څخه وژغورل شي.
خو وروسته هر څه د تمې پر خلاف سرچپه وختل، نه يوازې دا چې جګړه ماره مافيا او جنګي جنايتكاران ونه ځپل شول او لاسونه يې د ولس له ګرېوانه لنډ نه شول، بلكې د ولس د رايو نه په ناوړې ګټې سره د منتخب ولسمشر او دولت له خوا واك ته راوبلل شول، د دولت واګي يې په اختيار كې وركړې او يو ډول مشروعيت او له عدلي تعقيب څخه معافيت وروبښل شو.
دا په حقيقت كې د ولس له رايو څخه د ناروا د روا كولو او د نامشروع د مشروع كولو او د مجرم د معافولو له پاره كار اخيستل وو چې اوس ولس يې په انتخاباتو او خپلو رايو كارولو بې باوره كړى دى.
د ملياردونو ډالرو مرستو حيف و ميل كېدل، بې سارى اداري فساد، د مديريت بېسارې بې كفايتي، له قانونه پرله پسې سرغړونې، بېعدالتي، خلكو د ژوندانه كچې تر منځ پراخ اقتصادي واټن، د جنګ جګړو او ناامنۍ پراختيا او فردي ناخونديتوب، بې كچه بېوزلي چې هيڅكله يې د هيواد په تاريخ كې سارى نه و ليدل شوى او همدا راز نور لسګونه ناخوالې د ولسمشر كرزي په مشرۍ له انتخابي دولت څخه د خلكو د نارضايتۍ ستر لاملونه دي.
له بله پلوه لكه څنګه چې ليدل شوي د كرزي په ګډون د ټولو كانديدانو عكسونه شكېدلي دي او غبرګون د كوم ځانګړي كانديد پر وړاندې نه بلكې په عمومي ډول د ټولو كانديدانو پر وړاندې ښودل شوى، نو دا په دې مانا دي چې يا خو د كانديدانو تر منځ كوم وړ كانديد نشته او يا چې دا ټاكنې د خلكو له پاره د منلو وړ نه دي.
بلخوا افغان ولس د استكبار او دكتاتورۍ ډېرې ترخې تجربې تر شا پرېښي او له دكتاتوريو يې ستر زيانونه زغملي، نو ډموكراسي د افغان ولس انتخاب او غوښتنه ده، خو په دې توپير چې هغه تحميلي نه وي او د ډموكراسۍ تر پوښښ لاندې دكتاتوري، ښكېلاكي موخې او غلامي پرې ونه تپل شي.
يوې بلې تشې چې د تولټاكنو باور ته يې زيان رسولى هغه د كانديدانو تر منځ د كرزي پر وړاندې د بل كوم پياوړي كانديد نه شتون دى چې وكولى شي له كرزي سره سيالي وكړي او د هغه په شتون سره هيوادوال په چنج او بدلون ډاډمن شي.
د ټاكنو له سيالۍ څخه د زلمي خليلزاد، علي احمد جلالي او انورالحق احدي شا ته كېدل چې خلك يې د كرزي په ګټه د بهرنۍ لاسوهنې پايله بولي، نو د كرزي پر وړاندې د نورو كانديدانو د بري او په هيواد كې د اصلاحاتو او بدلون چانس راكم كړى او په دې توګه له سياست او ټاكنو سره د خلكو لېوالتيا ته يې زيان اړولى دى.
دا په داسې حالت كې ده چې په هيواد كې ډېرى خلك د يو پياوړي مدير تر مشرۍ لاندې اساسي بدلونونه او د جګړې بندول غواړي.
ولس په تېرو اتو كلونو كې د ډموكراسۍ له تجربو او ازماېښتونو درس اخيستى او اوس دوى ته يوازې شعارونه او تر وخت مخكې غولونكې وعدې د منلو او باور وړ نه دي او د يو كانديد د ملاتړ معيارونه زيات كلاسيك او اكاډميك شوي دي.
په كابل كې د كانديدانو د عكسونو د شكولو له مخې ټاكنو د ناكامۍ وړاندوينه كول كه څه هم له وخته څخه به لږ څه مخكې خبره وي، خو بيا هم غټ خبردارى بلل كيږي.
ځكه د ټاكنو ناكامي به دولت د مخالفينو له خوا په هيواد كې د ډموكراسۍ د ماتې په توګه تعبير او توجيه شي او له افغان دولت څخه به د ابتكار وړتيا واخلي او دغه دولت به اړ كړي چې د مخالفينو غوښتنو ته غوږ ونيسي او غاړه كېږدي.
د كمپاين په لومړۍ ورځ كانديدانو د عكسونو شكېدل چې په هره انګېزه ترسره شوي، دا ښيي چې ټاكنې په لومړۍ ورځ له ننګونې سره مخ شوي، له ټاكنو خلك ناراضه دي او اټكل نه كيږي چې په ټاكنو كې به ډېرى خلك خپلې رايې وكاروي.
د افغانستان د ټاكنو ناكامي بهرني غبرګونونه هم لري او كېداى شي د دغو ټاكنو ناكامي نړيوالې ټولنې او په تېره امريكې ته په غټه بيه تمامه شي.
له اتو كلونو راهيسې نړيواله ټولنه د امريكې په مشرۍ په افغانستان كې پوځي شتون لري، حالات له نژدې څاري او د هيواد په سياست او دولت جوړولو كې ستره ونډه يې اخيسته ده او په افغانستان كې خپل پوځي شتون له ترهګرۍ سره مبارزه، په سيمه كې د ډموكراسۍ پياوړتيا او د افغان دولت او افغان ولس ملاتړ توجيه كوي، نو د ټاكنو ماتې به له هيواد څخه بهر نړيوالې ټولنې او ناټو ته ډېر بد پيغام ولري او له افغانستان سره د دوى دوستي، د مرستو څرنګوالى او ملاتړ به ترپوښتنې لاندې راولي او په افغانستان كې د دوى د كړنلارو او تګلارو ماتې به په ګوته كړي او په پايله كې به د دغه بهير مخالفانو او ګوتنيونكو ته بهانه په لاس وركړي چې په سيمه كې د دوى موخې او شتون نړۍ ته د ښكېلاك په توګه وروپېژني.
لكه څنګه چې امريكايي چارواكو په سيمه كې تبليغاتي ماتې منلې، نو دا به يوه بله ضربه وي چې په تبليغاتي ډګر كې به د امريكې ماتې دايمي او نوره هم يقيني كړي.
په افغانستان كې د ټاكنو ماتې به د اوباما د نوې پاليسۍ پر بنسټ د بري هغه خوبونه او هڅې هم په اوبو لاهو كړي چې په افغانستان كې د بوش د پېر د تېروتنو د جبيره كولو له پاره ترلاس لاندې نيول شوي او يا نيول كيږي.