د سلام فرهنګي ټولني له تاريخي معلوماتي ويبپاڼي څخه په مننه
پوهنوال رسول باوري
په پاکستان کي د بينظير بهتود ترور او وژلو سره سم د هغه هېواد په سياسي او ټولنيز چاپير يال کي ناکرارۍ او لړزانده حالات د سيمي او نړۍ پام ځان ته واړاوه . د افغانستان لوړپوړو چارواکو دا تروريستي عمل وغانده او بينظيره يې د ا سلامي نړۍ يوه باتوره ښځه ياده کړل . د بينظربهتو د مړيني څخه پاکستان ، افغانستان ، سيمه اونړۍ هر يو په خپل وار د ګټي اخستلو لاري چاري پالي ، د پاکستان واکمنو سمدلاسه دا عمل په پښتني طالبانو پوري وتاړه ، افغانستان او يو شمير نورو دا کار د القاعدې کړه وړه وګڼل او د زياتو نړيوالو له لوري دا عمل د شک او تردېد په حالت کي ساتل شويددئ ، چي د هر لوري دا دريځونه په خپله د دې پيښي په اړه د هغو د ګټي اخستلو لورۍ څرګندوي .
د بينظير بهتو مړينه د سيمي په اړه د نړيوالو پيښو يوه کړۍ ده . نړيوال پوځي ځواکونه له يوې خوا او د اسلامي بنسټ پالو پوځي جنګيالي له بلي خوا دا سيمه د جګړې ډګر ګرځولې ده ، په سيمه کي فعال سياستوال اړ دي چي يا له نړيوالو ځواکونو سره پرڅنګ ودريږي او يا د اسلامي بنسټ پالو پلوي وکړي . خو د پيښو بهير داښئې چي سيمه ايز سياستوال هغه توان نه لري چي په خپلواکه توګه د خپلو ملي ګټو لپاره کلک دريځ خپل کړي ، تر ټولو ښه يې هغه دي چي زيار باسي څو د خپلو ملي ګټوپر هغو اړخونو زيات پام وکړي چي په سيمه کي د دې دواړو جګړه مارو لور څخه د يوه جګړه مار لوري د ګټو سره سمون ولري . د دې ټکي يادونه په کار ده چي په سيمه کي د اسلامي بنسټ پالو جنګيالو ملاتړ يوازي د اسلامي موخو پالونکو له لوري نه کيږي ، بلکي د هغو ځواکونو ملاتړ هم ورسره شته چي په سيمه کي د ناټو او امريکا د برترۍ او واکمنۍ خلاف دي .
په اوسني واکمن ، سيمه ايز او نړېوال چاپيريال کي يوازي يو ځواکمن افغانستان کولای شي چي د خپل ژوند پايښت تضمين کړي . دې موخي ته د رسېدلو لومړنۍ شرط د دې هېواد يو والۍ او بشپړتيا ده . په اوسنيوشرايطو کي د افغان کارپوهانو ، سياستوالو ، او اولسونو ګډه دنده ده چي د خپلو ملي ګټو د ساتني لپاره د هغو پاليسيو ملاتړ وکړي او يا خپله داسي کړنلاري پلي کړي چي هم د جګړې اور له خپلي لمني ليري او هم خپلو سترو ملي ګټو ته ځانونه وروسوي . د ملي ګټو د تامين يوه بنسټيزه چاره د ډيورنډ کرښي ته د پای ټکۍ ايښودل دي . په دې ډول به هم زموږدهېوادبشپړ تيا تامين شي او هم به په سيمه کي د يوه ځواکمن هېواد په توګه د خپل ژوند پايښت تضمين وکړي .
په دې ټکي پوهېدل په کار دي چي په روانه جګړه کي د څلورو خواو ، په پوهېدلي او يا ناپوهېدلي ډول د ګټو تلفيق ته لاره برابره شوېده . نړيوالوته په سيمه کي د پاته کېدلو لپاره د جګړې دوام د خپلو اوږدو مودو ګټو د تامين او ر سېدلو مناسب چانس دۍ . پاکستان په سيمه کي تر ځان د لوړ ځواک خاوند افغانستان نه غواړي ، ځکه يې پر پښتنو سيمو د جګړې اور بل ساتلۍ چي دا ستر ملت د يوځای کېدلو توان پيدا نه کړي . په افغانستان کي يو شمير افغان دښمنه کړۍ شته چي د جګړې په دوام کي خپلي ناروا ګټي ويني او څلورمه خوا هم په سيمه کي د بهرنيو بيلا بيلو کړيو ( اسلامي او غير اسلامي ) اجيران او د نورو هېوادونو د ګتو د تامين لپاره استخدام شوي ډلي او يو شمير تيروتلي هېوادوال دي چي د جګړې په لمبو کي داسيمه ساتل غواړي ، او دې کړو وړو ته به تر هغه دوام ورکړي چي سيمي ته د راغلو نړيوالو ځواکونو د سرخوږۍ کچه لوړه او يا د بشپړي ماتي تر بريده ورسيږي . اوس چي د پاکستان کورنۍ ناکرارۍ د هغه هېواد د ناوړه سياستونو له امله ورځ تر بلي زياتيږي ، په کار ده چي افغاني سياستوال او کار پوهانو د هغو پښتنو واوبلوڅو مخکښو سياستوالو مرستندوۍ شي چي د خپل هويت او تاريخ ګټولو لپاره ژمن دي . پښتنو او بلوڅو مخکښو سياستوالو ته په کار ده چي خپل ټول توان د خپلو سيمو د سمون لپاره وکاروي ، د دې پر ځای چي د سند او پنجاب پر پيښو سترګي سرې او واويلا وکړي دا به ډيره ښه وي چي دخپلو اړوندو سيمو څخه دا روانه جګړه ليري او يا بيخي ورکه کړي .
دملي او تاريخي ستونزو حل په ډار او ځان غولولو نه شي کېدلای . هغو چي د اولس د رايو او نظريو پرته خپل ځان او خپل اند د اولس استازۍ ګڼلۍ خامخا په داسي کنده کي لويدلي چي په خپل ژونديې د ځان دفاع او خپلي نظرې د سپناوي وخت نه دۍ موندلۍ او تر مړيني وروسته يې د تل لپاره تاريخي ملامتيا ګټلې ده . د دې ډلي کسانو څخه يوه بيلګه عبدالرحمن خان دۍ . د دې سره – سره چي په خپلو ليکنو کي يې خپل راتلونکې نسلونه هڅولي چي د ډيورنډ هاخوا سيمي بيرته د خپل هېواد سره يوځای کړي ، خو هغه تاريخي مسوليت لا تر اوسه هم د هغه پر تيروتني سيورۍ غوړولۍ ، چي د خپل اولس د مشورې او رايې غوښتلو پرته يې د ډيورنډ سره پر تر تيب شوي تړون هو وکړل .
په دې ليکنه کي زما موخه د ډيورنډ د تړون تاريخي پيښوته کتنه او يا د پاکستان د روانو حالاتو اروزونه او څيړنه نه ده ، يوازي غواړم د هغو انديښنو او خرخښو په اړه څه وليکم چي د يو شمير ليکوالوپه ليکنو کي کله ناکله را څرګنديږي . زه په دې باور يم چي هیواد د يوه يا څو کسانو ملکيت نه دۍ ، اومسئلې يې هم د يوه يا څو کسانو داندونو او نظريو پر بنسټ نه شي حل کېدلای . هېوادنۍ مسئلې اولسي پريکړو ته اړتيا لري . په همدې تړاو زما همدا اوسنۍ او تر دې وړاندي ټولي اړوندي ليکني پر همدې بنسټ ولاړ دي . (( افغان اولس هيڅ کله د ډيورنډ کرښه نه ده منلې )) .زه د هغو اندونو ملاتړ نه کوم چي افغان اولس او يا چارواکو ته د ډيورنډ دکرښي د منلو تبليغات او پروپاګندې کوي . او زما دا دريځ د يو شمير ليکوالو په اصطلاح (( د احساساتو پر خره سورلي نه ده )) بلکي د هېواد ملي ګټودفاع هر هيوادوال دې ته اړباسي چي د ډيورنډ کرښي د منلوملاتړ وه نه کړي .
د دې تر څنګ د ويلو لپاره څو نور ټکي :
لومړۍ : د دې خبري يادول اړين ګڼم چي د اولس اراده تر هرڅه ځواکمنه ده ، دا اراده نه اټمبم ماتولای شي او نه د پوځونو د شمير زياتوالۍ ، هغه وروڼه چي د پاکستان د اټمبم او زيات شمير مليشو او پوځونو ډاريږي او له ډاره يې د خپلو رواحقونو څخه د لاس پر سر کیدو تبليغات پيل کړي ، بايد تاريخ ته پام وکړي . تاريخي پيښو ښودلې چي د تيري کونکو او يرغلګرو په وړاندي د مبارزې ورستۍ برۍ د برحقه هوډمن اولس په برخه شوۍ ، متعرضينو ، يرغلګرو او غاصبينو د لنډمهال بري وړۍ دئ خو وروسته يې بشپړه ناکامي په برخه شوېده چي ځان ته يې شرم ګټلۍ او هويت يې بايللۍ دۍ .
دوهم : اوسنيو نړېوالو شرايطوته په پام سره ، پاکستان په دې دريځ کي نه دۍ چي يا اټمبم وکاروي او يا خپلو مسلحو ځواکونو ته د افغانستان سره د جګړې قومانده صادره کړي . اوسني نړيوالو شرايطو له يوې خواپاکستان د خپل پېدايښت او پايښت د بنسټيزو ارونو خلاف موقف ته برابر کړۍ او له بلي خوا د خپلو پخوانيو ساتونکو بنسټ پالو دښمنۍ ته درول شوئ دۍ . په داسي حالاتو کي هغه انديښنې د منلو نه دي چي ګويا افغانستان د خپل زورور ګانډي سره د خپلو حقونو د غوښتلو جوګه نه دۍ .
دريم : په افغانستان کي اوسنۍ روانه جګړه يوازي د ډيورنډ د کرښي له امله نه ده ، بلکي زيات نور لاميلونه شته چي زموږ په هېواد کي يې د جګړې اور تود ساتلۍ دۍ ،بيلګه يې په هيواد کي په فساد ککړو ، بې کفايتو ، اود مخدره موادو دقاچقبرانو څخه جوړي شوي ادارې واکمني يادولای شو . چي د يو شمير کار پوهانو په پام په دې اداره کي سمون د يو زيات شمير ناخوالو سمون ته لاره برابره ولای شي .
په لنډه توګه غواړم ستاسو پام هغو شونتياو ته را وګرځوم چي د ډيورنډ کرښي د ماتولو او له مينځه وړلو لپاره برابر شويدي .
دا خبره خورا ښه د پوهېدلو ده چي افغانستان دومره واک او ځواک نه لري چي د دې ناولي کرښي د له منځه وړلو لپاره په يوازي سر ډغري وو هي ، د دې لپاره په کار ده چي پر څو اړخيزه يوالي او د بيلا بيلو شونتيا په يوځای کارولو دا ستونزه د غوڅېدلو پر لور وخوځوو . کېدای شي هغه شونتياوي د دې ستونزي د حل لپاره اغيزمني وي چي همدا اوس په سيمه او نړۍ کي برابر شويدي . د بيلګي په توګه . په سيمه کي د ځواکونو انډول په ټوليزه توګه د افغانستان په ګټه دۍ ، د دې ګټور انډول زياتوالۍ په باالقوه توګه شته خو يوازي د يوه هر اړخيزه ملي تدبير اړتيا شته چي دا باا لقوه ځواک د هېواد د ملي ګټو لپاره په باالفعل ځواک واړوي ؛ په افغانستان کي د تروريزم سره د مبارزې لپاره د ٣٧ هېوادونو نظامي ځواکونو شتون د افغانستان لپاره د نظامي او سياسي پلوه د نړۍ د ملاتړ په مانا دئ ؛ په پاکستان کي د نړيوالو شرايطو تر زور او فشار لاندي د زړو ستراتيژيو بدلون په واقعيت کي د هغو ارونو څخه اوښتون دۍ ، چي د پاکستان د پيدايښت انګيزې او لاميلونه شميرل کېدل ؛ په سيمه کي د پخوانيو اشغالګرانو زوړ ( نفاق واچوه او واکمني وکړه ) سياست ، د افشا کېدلو او ناکاره توب پيل ، چي د ډيورنډ کرښه د هغوۍ د زاړه سياست زيږنده ده ؛ او په دې ډول يو شمير نوري شونتياوي شته چي د ډيورنډ د کرښي د بدلون چانس يې زيات کړيدئ .
د دې ټکي يادول اړين ګڼم چي دا تاريخي ستونزه دزيات دقت او روښاني کړنلاري د لرلو په صورت کي حل کېدلای شي . اوس لازمه ده چي د ډيورنډ کرښي د له منځه وړلو لپاره د پښتنو او بلوڅو اولسونو او روڼ اندو سياستوالو ترمنځ د د دې ستونزي د له منځه وړلو لپاره اغيزمني موخي څرګندي او د ګډ کار لاري په ګوته شي . که د دې وړ فر صت څخه زياته ګټه وا نه خستل شي ، تاريخي ملامتي به د اوسني نسل او په ځانګړې توګه د اوسني سياسيتوالو، روڼ اندو او د افغانستان ملي ګټو ته د هوډمنو شخصيتونو پر غاړه وي .
او د ليکني په ورستۍ برخه کي د جاپاني فيلسوف ( يوري تو موتاشي ) د اثر (( همت )) دا کرښي رانقلوم چي ليکلي يې دي : (( د هدف څخه اوښتل و هدف ته د رسېدلو په مانا نه دۍ )) که څوک د پرمخ تللي اوځواکمن افغانستان هيله لري ، بايد د دې هېواد بشپړتيا ته هوډمن پاته شي ، چي دا هوډدملي ګټود ساتلو او پاللو رښتنۍ دريځ دۍ .
په درنښت