کور / تازه خبرونه / حامد کرزى: فهيم مي ځکه د ځان معاون کړ چي مجاهد دئ

حامد کرزى: فهيم مي ځکه د ځان معاون کړ چي مجاهد دئ


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د ارګ په ماڼۍ کي په يوه خبري کنفرانس کي وويل پخوانى جنګسالار محمدقسيم فهيم يې ځکه د ځان لومړى معاون انتخاب کړ چي مجاهدينو ته په حکومت کي ونډه ورکړي.

ولسمشر کرزي وويل په دې وروستيو کلونو کي ځينو مجاهدينو نيوکي کولې چي ګني په حکومت کي دوى ته ونډه نه ورکول کېږي او حامدکرزى د مجاهدينو د ګوښه کولو په هڅه کي دئ.

د ولسمشر کرزي د دې پوښتني په جواب کي چي د هزاره ګانو د يوه مشر محمدمحقق ويلي وو که کرزى بريالى سي په راتلونکي حکومت کي به هغه ته پنځه وزارتونه او اووه ولايتونه ورکړي او همدا راز به دوې ولسوالۍ په ولايتونو ورته واړوي، وويل دى د افغانستان د يووالي دپاره طرحه لري او غواړي ټول افغانان په اتفاق کي ژوند سره وکړي، خو ولسمشر دا ونه ويل چي د ولايتونو ډېرېدل د هيواد يووالي ته ګټه او که تاوان رسوي؟