ای شاعره ياره په سندرو کی رڼا راوړه
زرينه د سپوږمۍ د پلوشو نه ځلا راوړه
دا د بلا لور دا زمانه بدرنګی ويشی
ته ورته ښايست او رنګينی او ښکلا راوړه
وينی په هر پل کی انسانی حرمت پيمال
مستو سرودونو کی زيری د سبا راوړه
وينی په هر پل کی انسانی حرمت پيمال
مينه مينه وفا وفا خندا خندا راوړه
ؤ سوه ميخانه د ساقی لاس کی زولنی
راشه اوس ساقی شه پيمانه د سوما راوړه