کور / ترخې خبري / افسوس په هغه بچي چې د مور په حيثيت معاملې کوي !!

افسوس په هغه بچي چې د مور په حيثيت معاملې کوي !!

څو ورځې مخکې د وحدت ګوند مشر ښاغلي محقق د نړۍ والې رسنۍ په مټ په ښکار ه نارې کړې چې ، ارګ مېشتو سپينه خولګۍ ورکړه٠

پر ته له شکه ويلای شو چې دغه بږنوونکی خبر يوازې او يوازې هغه پر ګوته شمېر کسان خوښ او ښاد کړل ، چې په ارګ د خپلو منګلود خښولو په خاطر په همداسې درندو کړنو او معاملو د څه نا څه يوې وروستۍ بدمرغې لسيزې را هيسې پدا ډول ناوړه کړنو او په ناروا جوړښتونو را روږدي او معتاد شوي دي٠

د ګران افغانستان په اداري جوړښتونو (واحدونو) کې ډېروالی او د يو شمېر نويو ولايتونو زېږول او جوړ ول دا هغه درنده معامله ده ، چې له بده شامته په کور کې ميشت يو شمېر پردي پالو ته زموږ د يو موټي هېواد د دښمنانو له لوري ورښوول کيږي، او په يقين سره ويلای شو چې ددې دوه لسيزو د کورني جنګ د لمبو اصلي خس او خاشاک همدا ناوړه غوښتنې وې او دي٠

زموږ د يوه موټي هېواد دښمانانو له ډېرې اوږدې مودې راهيسې په شعوري ډول دا هڅه کوله چې په اصطلاح داسې يو جلالت ماب (کرزی) پيدا کړي چې د هغه د قانوني صلاحيت په رڼا کې خپلې معاملې ددې خوار او ځار ولس پر اوږو بار کړي٠

موږ د ښاغلي محقق دا سپينه او زغرده وينا بابيزه ځکه نه ګڼو چې تجروبو څرګنده کړې ، هر څه چې دوی ويلي يا يې غوښتي هغه تر سره شوي دي٠

په اداري واحدونو کې بدلون را وستل دا هغه ناشونې غوښتنه او ناوړه هيله وه ، چې په ارمان يې ببرک کارمل څو لسېزې پرلپسې عملي مبارزه وکړ ه ، د ټول کورني او بهرني سياسي واک او ځواک سره سره يې ان يوه علاقداري په ولسوالۍ بدله نه شوه کړای٠

تر کارمل وروسته اميرصاحب شهيد او ښاغلي پروفيسور رباني د همدې ارمان د پوره کېدو لپاره وسلواله مبارزه وکړه خو دوی هم د خپل ژوند او قدرت تر پايه دا ارمان پوره نه شو کړای٠

خو درېغه چې نن زموږ د ملي وحدت او يووالي دښمنانو بلاخره د خپلو خيالي خوبونو د عملي کولو له پاره داسې يو کس راوموند چې بدبختانه د دې غيرتي هېواد ديو لوی او درند ټبر پورې تړاو لري، چې هر ګوره د همدې يوه جناب (کرزی) د بېباکۍ او سياسي جنون له کبله ټول ټبر (پښتون) تاريخ ته محکوم شو٠

اوس اندېښنه يوازې د پښتو او پښتنو نه بلکې په لويه کې دټولو هغو ريښتينو افغانانو ده چې د پېړيو راهسي لکه د يوه تن نوک او ورۍ دي ، ګډ کولتور، مذهب،او د سکنيو وروڼو په څېر مړی او ژوندی لري٠

اوس د اندېښنې سره پوښتنه داده چې ولې ددې لوی او درند ټبر پر سر د ځينو پردي پالو او متعصب کسانو سره دومره سترې او ملاماتوونکې معاملې کيږي ?

خدای مه کړه که په رښتيا په ادارې واحدونو کې همداسې بدلون راشي لکه څه رنګ چې ښاغلي محقق خپلو ملاتړو ته په ډاګه کړې ، نو بيا به په راتکوونکي پارلمان او کابينه کې زموږ ښاغلي وکيلان او وزيران د هېواد په ملي مسايلو کې کوم ډول پرېکړې کوي، په عدل او انصاف به ولاړې وي او که په تربګنۍ او وچ کلک تعصب !! اوس چې همدغه لږکي په ټول پارلمان کې د يوه او يا د دوه ولاياتو رسمي استازيتوب کوي،که په راتلوونکې پارلمان همدا اقليت د اکثريت يعنې د دوو ولاياتوو په ځای له څلور ، پينځو ولاياتو نه پارلمان ته راشي ، او پدې ډول اکثريت ، اقليت شي او اقليت اکثريت شي نو بيا به څنګه ددې رنځېدلي هېواد د يو موټي پاتې کېدو هيلې د سړي په زړه پاتې شي !!

خاوره ، وطن، ټبر او مذهب دا هاغه سپيڅلي شيان دي چې د انسان مينه په فطرتي ډول ورسر اخښکل شوې ده،پښتانه وايي چې وطن د پت ، ناموس او مور حيثيت لري , افسوس د هغې مظلومې مور په پاکو او حلالو شيدو ، چې نا اهله بچی يې په پت او حيثيت نا روا معاملي کوي٠

ای کاش چې په شينډنډ،خوږياڼيو او شينوارو کې هم يوې مور داسې نر بچی زېږولی وای چې د سردار داود خان د وخت جوړ او منل شوی تشکيل يې اوس پرته له کومې معاملې په قانوني بڼه په حکومت منلی او رسمي کړئ وائ .