د پوهنې وزارت د غبرګولي پر ٢٧ مه په غزني ولايت کي د دوو تړلو سويو ښوونځيو د پرانيستلو خبر ورکړ.
په هغه اعلاميه کي د پوهني وزارت له خوا د لر او بر ويبپاڼي ادارې ته رسېدلې راغلي چي دغه ښوونځي د غزني ولايت د ناوې ولسوالي مرکزي ليسه او د نانک متوسطه ښوونځي دي چي د علماوو، قومي مشرانو او ځايي خلګو په همکاري يې پرانيستل.
د اعلاميې له مخي دغه ښوونځي په ۱۳۸۵ هـ ش كال كې تړل سوي وو چي له مله يې تر ۳۰۰ زيات ماشومان د زد كړو له نعمت څخه برخي وو.
د دغو دوو ښوونځيو د پرانيستلو خبر په داسي حال كي ورکول کېږي، چي د هيواد په ځينو برخو کي د ښوونځيو د سوځولو او تړلو لړۍ روانه ده.
د پوهني وزارت وايي په تيرو څو مياشتو كي يې د هيواد له ټولو ٦٧٣ تړلو ښوونځيو څخه ٢٠٧ ښوونځي په بادغيس، كندهار، هلمند، خوست، فراه، روزګان، زابل، پكتيا، پكتيكا او غزني ولايتونو كي يو وار بيا د ماشومانو پر مخ پرانيستي دي.
د پوهني وزارت د وياند آصف ننګ په وينا په جنوبي، جنوب لوېديځو او لوېديځو ولايتونو کي د جنګونو، نا امنيو او د ښوونځيو د تړل کېدو له امله د درو لکو په شاوخوا کي نجوني او هلکان د زدکړو له نعمت څخه بې برخي دي، خو د نوموړي په وينا د پوهني وزارت به سږکال ټول تړل سوي ښوونځي بيرته پرانيزي.