کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه

د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه


27 جوزا 1388
دكنړ ولايت دناړى ولسوالى دبريكوت دليسى الحاقيه ودانۍ پرانيستل شوه
کنر: دكنړ ولايت دناړى ولسوالى دبريكوت ليسى الحاقيه  ودانۍ دروان كال دغبر ګولي دمياشتى په ۲۷ نيټه، دنوموړى ولايت دوالى سيد فضل الله واحدى او دپوهنى ريئس سيد جمال الدين حسنى لخوا په داسى حا ل كى  چى دنوموړى سيمى مخورو، استا دانو اوشاګردانو ګدون درلود دپتى په پريكولو سره پرانيستل شوه.
دنوموړى ښوونځى تعمير په پاخه اواساسى دول په يو پوړ كى ديو جريب ځمكى په ساحه كى چې دسيمى دحلكو لخوا وركړل شوى د ولايتي بيا رغاونى تيم  په مالي مرسته د دوو لكو امريكايي دالرو په مجموعى لګښت جوړه شوى، چى  ۱۶ درسي اطاقونه،۶ ادراى خونى، يوحلقه څاه،۶ تشنابونه اونور ضروري ملحقات لرى .

په غزني كې دوه نور ښوونځي هم پرانيستل شو
غزنى
د غبرګولي ۲۷مه
د غزني ولايت د پوهنې رياست چارواكي وايي د دغه ولايت په ناوه ولسوالۍ كې يې د ديني علماؤ او قومي مخورو په مرسته د ناوې مركزي ليسه او نانك متوسطه له درى كلن ځنډ وروسته يو وار بيا فعاله كړي دي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مسؤلين وايي چې د دغو ښوونځيو د تړل كيدو له امله تر درى سوه زيات نجونې او هلكان له زده كړې بې برخې شوي وو او هيله څرګنده وي چې دا لړۍ به د دغه ولايت نورو ولسواليو ته هم وغځيږي.
د يادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت لخوا په تيرو څو مياشتو كې د  هغو ټولټال ۶۷۳ ښوونځيو له جملې څخه يې ۲۰۷  بيرته پرانيستل شوي دي چې په تيرو كلونو كې د امنيتي ستونزو او ګواښوونو له امله تړل شوي وو

په ارزګان كې د روغتيا او پاكۍ سمينار پيل شو
ارزګان
د غبرګولي۲۷مه
د ارزګان ولايت په مركز ترينكوټ كې نن د غبرګولي په ۲۷مه د ترينكوټ او ولسواليو ښوونكو ته د اروايي روغتيا او پاكۍ ترنامه لاندې پنځه ورځنۍ سمينار پيل شو.
دغه سمينار چې د دغه ولايت د پوهنې رياست لخوا د يونيسيف مؤسسې په مرسته جوړ شوى دى پكې د مركز او ولسواليو ۱۷۸ تنه ښوونكي ګډون لري.
په دغه سمينار كې ښوونكو ته په دې اړه معلومات وركول كيږي چې څرنګه او له كومو لاره كولاى شي كوچنيان زده كړې ته تشويق او خپل نظافت ته متوجه كړي.

په بغلان كې د ښوونځيو د زده كونكو ترمنځ د واليبال سيالۍ لاهم دوام لري
بغلان
د غبرګولي ۷۲
په بغلان كې د ښوونځيو د زده كونكو ترمنځ سپورتي سيالۍ نن د غبرګولي په ۲۷مه هم روانې وې چې په دې لړ كې د زمان خيل او حضرت خاتم الاْنبياء د ليسو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې چې په دغو سياليو كې د زمان خيل ليسې مقابل لورې ته ۵ د دريو په مقابل كې ماتې وركړه، دوهم سيالي بيا د حضرت حمزه او كارته اتفاق ليسو ترمنځ وه چې په دغه سيالۍ كې د حضرت حمزه ليسه وتوانيده د اتفاق كارتې ليسې ته ماتې وركړه.
د دې ډول سياليو موخه  د زده كونكو سپورتي وړتيا لوړول  او له نيشه يي توكيو څخه د زده كونكو د راګرځول دي.