د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند امير سيدمنور حسين او يوه بل مشهور سياستوال شيرباز مزاري د جنرال مشرف د محاکمې غوښتتنه کړې ده.
يادو سويو سياستوالو پرون په کراچي خبريالانو ته وويل که د پاکستان حکومت د بلوچستان شخړه هواروي، نو پخوانى پوځي واکمن جنرال مشرف دي محاکمې ته راکش کړي.
دوى وايي مشرف په لوى لاس د بلوڅانو مشر سردار اکبر بګټي د ځان په مخالفت کي ودراوه، وروسته يې وواژه چي له کبله يې اوس ټول بلوچستان نا آرامه او بلوڅان خوابدي دي.
منور حسين د محکمې څخه غوښتي چي د سردار بګټي د قتل دوسيه په جنرال مشرف پسي ثبت کړي او محاکمې ته يې راکش کړي.
د يادوني وړ ده چي سردار اکبر بګټي د بلوڅ ملتپالو مشر سياستوال وو چي د پاکستان له حکومت سره د مخالفت له وجي د ٢٠٠٦ کال د اکتوبر پر ٢٧ – مه په ډېره بګټي د پاکستاني پوځ په عملياتو کي ووژل سو.
د هغه لمسى براهمدغ بګټي اوس هم د پاکستان له حکومت سره جنګېږي او په خپله يوه وروستۍ مرکه کي يې ويلي چي د پاکستان سره يې تړاو پرې سوئ او يوازنى ارمان يې د بلوچستان د يوه خپلواک حکومت جوړول دي.
براهمدغ بګټي د پاکستان له آج ټلوېزون سره په مرکه کي ويلي وو چي که د بلوچستان آزادۍ دپاره هر هيواد، هند، امريکا او افغانستان مرسته ورسره کوي، دى لبيک ورته وايي.