د پېښول د پوليسو مشر وايي په لاسي بم يې يو پوليس وژل سوئ او دوه نور ټپيان سوي دي.
عيني شاهدانو ويلي بريد کوونکي په موټر کي ناست وو چي د ګل بهار په سيمه کي يې د پوليسو پر يوه ټولۍ بم وغورځاوه او نوموړى کس د پېښي له ځايه وتښتېد.
تر پېښي وروسته پوليسو په ياد سوي موټر پسي ټکان کړي خو پکښي سپاره کسان له سيمي پر وتلو بريالي سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه