د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي د سوات له عملياتو سره مخالف دئ، خو دا په دې معنى نه ده چي ګني دى د طالبانو ملاتړ کوي.
په نيويارک کي د پاکستاني مهاجرو ټولني ته په وينا کي عمران خان وويل امريکا دي زړه تېره کړي چي په افغانستان او پاکستان کي د پوځي لارو ستونزي اواريږي.
عمران خان زياته کړه چي د قبايلي سيمو د مشرانو جرګې د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره د ليدني او مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.