د پاکستان جمهور رئيس آصف زرداري او د هندوستان صدراعظم من موهن سنګ د شانګهاى سازمان په غونډه کي يو په يو سره وليدل.
دا تېر کال د ممبى تر بريدونو وروسته د دواړو هيوادونو د مشرانو لومړنۍ مخامخ ليدنه ده، چي د پاکستان او هند ترمنځ نسبې رامنځته سوي ښې اړيکي يې خرابي کړې.
په دې ليدنه کي آصف زرداري د هندوستان له حکومت څخه هيله کړې چي د ترهګرۍ خلاف جنګ کي به اوږه پر اوږه سره درېږي او دواړه هيوادونه د ترهګرو بريدونو قربانيان دي.
زرداري او من موهن سنګ ژمنه سره کړې چي دواړه هيوادونه به خپله خاوره د يو او بل پر ضد نه کاروي او په نيژدو ورځو کي به د بهرنيو چارو د وزيرانو تګ راتګ او ليدني هم له سره پيل کړي.
د شانګهاى په غونډه کي زرداري د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د چين له رئيس جمهور هوجن تاو سره هم ليدلي وو، چي پر اقتصادي او سيمه ايزو امنيتي همکاريو يې د نظر تبادله سره کړې وه.
همدا راز د پاکستان ولسمشر د روسيې د ولسمشر ديميتري ميديوف سره هم وليدل، چي افغان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون پکښي کړئ وو.